رینا امیري: اسلامي نړۍ باید له طالبانو سره د بشري حقونو په اړه حساب وکړي

د افغان ښځو او نجونو لپاره د امریکا ځانګړې استازي رینا امیري وايي، له طالبانو سره د نړیوالې ټولنې لخوا د بشري حقونو احتساب لړ کې باید اسلامي نړۍ مخکښ رول ولوبوي.

اغلې امیري په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، دې لړ کې یې د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره لیدلي دي.

د اغلې امیري په ټویټر پیغام کې ویل شوي:

''په جده کې د اسلامي همکاریو سازمان له استازو سره توافق وشو چې د بشري حقونو برخه کې نړیوالې ټولنې ته د طالبانو له لوري د حساب ورکولو لړ کې باید اسلامي نړۍ مخکښ رول ولوبوي. دغه راز دوی باید ټولو ښځو او نجونو ته له خپلې ټولې تنوع سره سره، ښوونځیو، کار او سیاسي فعالیتونو ته 'د حق ورکولو 'د ستنېدو لړ کې پر خپلو ژمنو ودرېږي. ''

اغلې امیري د تېر کال په پای کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت له لوري د افغان ښځو او نجونو لپاره د دغه هېواد ځانګړې استازې په توګه وګومارل شوه او د امریکايي چارواکو په وینا د بشري حقونو، د ښځو، نجونو او ټولو زیانمنونکو خلکو د بنسټیزې ازادۍ حقونو لړ کې د امریکا لپاره د نوموړې فعالیت خورا مهم دی.

اغلې امیري د اسلامي همکاریو سازمان له مسوولینو سره د لیدنې په تړاو د ټویټر پیغامونو په یوه تازه لړۍ کې وايي، د افغانستان پر موضوع یې د خبرو پر مهال ټینګار کړی چې بشري حقونه او بشري مسائل سره تړلي دي.

نوموړې په افغانستان کې د بشري بحران اغېز کمولو لپاره د هڅو غږ کړی دی.

هغه وايي، له او ای سي مسوولینو یې غوښتي چې د ټولګډونه حکومت رامنځته کولو، د ټولو حقونو مراعتولو او هغو کسانو پر ضد د ' 'غچ اخیستنې '' له اقداماتو د ډډه کولو لپاره پر طالبانو فشار راوړي، چې له خپلو حقونو دفاع کوي.

د یادونې ده چې دا وروستیو کې داسې رپوټونه خپاره شول چې هغه څلور مدني فعالانې چې څه موده مخکې په کابل کې په يوه مظاهره کې د ګډون په تور نيول شوې وې بېرته خوشې شوې دي.

په دې ډله کې تمنا زریاب پریاني، پروانه ابراهیم خېل، مرسل عیار، زهرا محمدي، یو شمېر نورې ښځې شاملې وې.

طالبانو د خوشې شویو ښځینه مدني فعالانو د نیونې په اړه څه نه دي ویلي او تل یې رسنیو ته ځواب دا و چې دا مېرمنې له دوی سره نه دي.

خو د دغو مېرمنو کورنیو او نړیوالې ټولنې یې د لاردکۍ پړه پر طالبانو ور اچوله او له دې ډلې یې په کلکه د دغو فعالانو د خوشې کولو غوښتنه کوله.

په ورته مهال د افغان ښځو د حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ادعا کړې وه چې وسلوالو طالبانو د یوې چاپې پر مهال د ښځو او ماشومان په ګډون څلوېښت تنه نیولي دي خو شېبې وروسته يې خپل ټويټ لېرې کړی و.