تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اروپا کې وچکالۍ؛ د اوبو کمېدو ستونزې جوړې کړې خو پټې خزانې هم رابرسېره شوې
اروپا د څو پرله پسې اوونیو له وچکالۍ کړېږي او دې موده کې د تودې هوا دوامداره څپه پر مړینو سربېره د ډېرو خلکو د بې ځایه کېدو لامل شوې ده.
ګڼو اروپایي هېوادونو کې سیندونه وچ شوي او د بېړیو تګ راتګ له سترو ستونزو سره مخامخ شوی.
خو د اوبو کچې کمېدو له ستونزو سره سره ځینې پټې نښې او ډوبې خزانې هم رابرسېره کړې دي.
په دوی کې تر ټولو بدمرغه "د لوږې ډبرې" دي چې د پخوانیو وچکالیو پر مهال خبرداري پرې توږل شوي دي.
دغو خبرداریو کې وړاندوینه شوې چې که دا ډبرې راڅرګندې شوې، نو پوه شئ چې بدې او سختې ورځې را روانې دي.
دا ډول ډېرې ډبرې د البې سیند څنډو کې راښکاره شوې چې له چک جمهوریته جرمني ته بهېږي.
له دوی یوه ډبره لومړی ځل پنځلسمه پېړۍ کې توږل شوې او بیا په ۱۶۱۶ زېږدیز کال چا پرې لیکلي "که زه دې ولیدم، وژاړه".
صربیا کې د دانوبې سیند د اوبو کمېدو دویمه نړیواله جګړه کې ځینې ډوبې شوې جنګي بېړۍ را برسېره کړې، چې تر اوسه هم پر چاودېدونکو توکو بار دي.
پراخوو ښار ته نږدې د سیند تل کې لیدل شوې بېړۍ د نازي المان د سمندري ځواک برخه وه چې په ۱۹۴۴ کال ډوبې شوې.
تمه ده چې د وچکالۍ په دوام او د اوبو کچې په کیناستو سره به داسې نورې بېړۍ هم راڅرګندې شي.
د ایټالیا پو سیند کې بیا ناچاوده مهمات موندل شوي.
تېره جولای میاشت مانتوا ښار ته نږدې له یوه کلي ۳۰۰۰ کسان د دې لپاره وایستل شول چې متخصصان له دویمې نړیوالې جګړې یوه راپاتې ستره ناچاوده مرمۍ وچاودوي.
پو سیند کې د نازيانو نورې ډوبې شوې نښې هم لیدل شوې.
روم کې بیا د تیبر سیند د سطحې ناستې د یوه لرغوني پله ویجاړۍ را برسېره کړي چې اټکل کېږي شاوخوا ۵۰م زېږدیز کال کې به د امپراتور نېرو لخوا رغول شوی و.
د دغه پله نښې پخوا هم لېدل شوې وې خو اوس د اوبو کچې کمېدو ښه د لیدو وړ ګرځولی.
د اسپانیا کې د مرکزي ولایت کاسېرېس له منځه تېردونکي سیند کې هم لرغونې ډبرې راښکاره شوې.
د ډبرو دې کړۍ رسمي نوم 'دولمېن اف ګوادالپېرل' دی او باور کېږي چې تر میلاد ۵۰۰۰ کاله پخوا به په دې بڼه اېښودل شوې وي.
دا ډبرې لومړی ځل په ۱۹۲۶ کال د یوه لرغونپوه لخوا وموندل شوې، خو په ۱۹۶۳ کال د یوې پراختیايي پروژې پر مهال دا سیمې سیلاب لاندې کړې.
تر هغې را وروسته دا ډبرې یوازې څلور ځله لیدل شوې.
پورتګال سره پر پوله د روان کال لومړیو کې په ډراماتیکه توګه د یوه ډنډ تر وچېدو وروسته د "ارواګانو کلی" را څرګند شو.
دا ځای په ۱۹۹۲ کال سیلاب لاندې کړی و او اوس یې یو شمېر پخواني اوسېدونکي د ویجاړو ودانیو لیدو ته را ستانه شوي دي.
دې وچکالۍ د بریتانیا ورکې خزانې هم رابرسېره کړې.
د دېربایشېر په دېروېنټ کې د لرغونې ودانۍ ویجاړۍ راښکاره شوي چې ګومان کېږي، کلیسا به وي.
دا ځای په ۱۹۴۰ مه لسیزه کې سیلاب لاندې کړ.
کارنوال کې بیا د کالیفورډ ډنډ تل کې د زړو ونو سټې را څرګندې شوې.
د بریتانیا د سویل لوېدیځ د سویندن په لیډیارډ پارک کې د ۱۷مې پېړۍ د یوه بڼ نښې نښانې تر هغې وروسته رابرسېره شوې چې د تودې هوا څپې له کبله پر دې ځای ولاړ کبل وسوځېدل.