تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هندي پولیسو مسلمان خبریال د ټویټونو له امله نیولی
هندي پولیسو خبریال محمد زبیر چې د مالوماتو د کره کولو رسنۍ الټ نیوز بنسټ اېښودونکی دی، نیولی.
ښاغلی زبیر چې د مودي حکومت له سختو ګوتنیوونکو دی، تورن شوی چې پر ټوېټر یې د هندو مذهب عقیدې ته سپکاوی کړی.
مخالفو سیاستوالو او خبریالانو د نوموړي بندي کېدل غندلي.
دوی وايي دا د واکمن حکومت له لوري ښکاره هڅه ده چې د هغو خلکو مخنیوی وکړي چې له کرکې خپروونکو پرده پورته کوي.
ښاغلي زبیر دې وروستیو کې پر ټوېټر د بي جی پي ګوند د ویاندې لخوا د اسلام پیغمبر ته د سپکاوي په تړاو ټویټونه کړي وو. د نوپور شرما هغه څرګندونې په نړیواله کچه غندل شوې وې.
په تېرو څو اوونیو کې هندي ملت پالو د ښاغلي زبیر پخواني ټویټونو ته د خلکو پام وراړولی وو چې په وینا یې باید د دوی باورونو ته د سپکاوي په تور محاکمه شي.
محمد زبیر څوک دی؟
د هند یو مشهور خبریال محمد زبیر ۲۰۱۷ کال کې له خپل یوه ملګري پراتیک سېنها سره یو ځای د خبرونو د کره والي وېب پاڼه الټ نیوز پرانېسته.
الټ نیوز وېب پاڼه هند کې د ناسمو او درواغجنو مالوماتو د کره کولو له امله ډېر ژر مشهوره شوه.
د الټ نیوز لیکنې او مقالې محمد زبیر تل په خپلې ټوېټر پاڼې خپرولې چې څه باندې ۵۰۰ زره ملګري لري.
تېره اوونۍ ده د ټوېټر لخوا ایمیل ترلاسه کړ چې ورته ویل شوي وو، هغه ټویټ یې چې د یو هندو ډلې مشر لخوا د اسلام ضد څرګندونو یې نیوکه کړې وه هند کې نه شي "لیدل کېدای" ځکه د هند د ډېجېټل قانون پلي کوونکي ادارې یې په اړه ورته شکایت کړی وو. ایمیل کې ورته ویل شوي وو چې ټوېټر دا کار د "سیمه اییز قانون ته د درناوي لپاره کوي".
ده وروسته یو بل ایمیل هم تر لاسه کړ چې ورته ویل شوي وو دوه نور ټویټونه یې هم د ځایي قوانینو د پلي کولو له امله هند کې د ټوېټر کاروونکي نه شي لیدلی.
د دوشنبې په ورځ محمد زبیر هندي پولیسو وروسته له هغې بندي کړ چې د ټوېټر یوه کاروونکي د ده هغه ټویټ پاروونکی او هندوانو ته سپکاوی بللی وو چې ۲۰۱۸ کال کې یې کړی وو.
د پولیسو لخوا ادعا شوې چې د ښاغلي زبیر هغه ټویټ د ده ټوېټر پلویانو تر منځ "کرکجن بحثونه راپارولي وو."
پولیسو دا هم ویلي چې څېړنې یې د محمد زبیر چلن تر "پوښتنې" لاندې راووست چې له امله یې دی د "پوښتنو ګروېګنو لپاره بندي شو".
پراتیک سېنها چې د الټ نیوز خبري رسنۍ مرستیال بنست اېښودونکی دی او محمد زبیر سره پولیس تاڼې ته تللی وو وايي چې نه هم ده ته او نه د محمد زبیر قانوني وکیلانو ته هغه سند ورکړل شو چې له مخې یې دوی ښاغلی زبیر بندي کړی.
پیل کې دوی ته دا هم نه وو ویل شوي چې له بندي کېدو وروسته ښاغلی زبیر کوم ځای ته وړل شوی.
ښاغلی زبیر د دوشنبې ماښام ځآيي محکمې ته حاضر شو چې محکمې پولیسو ته د یوه ورځ لپاره د نوموړي د بندي کولو اجازه ورکړه. وروسته بیا ده ته اجازه ورکړل شوه چې خپل قانوني وکیل سره وګوري.
ګڼو خبریالانو او فعالانو سملاسي د نوموړي د خوشې کېدو غوښتنه کړې.
رانا ایوب چې مشهوره مسلمانه خبریاله ده په دې اړه وايي: "زبیر چې هند کې یې تل د درواغجنو خبرونو، ناسمو مالوماتو او کرکجنو عناصرو پر وړاندې مبارزه کړې، بندي شوی. دا هېواد هغو خلکو ته چې مخ پر ځوړ حالت یې ثبتوي سزا ورکوي."
د مخالف کانګرس ګوند مشر راهول ګاندي په خپلې ټوېټر پاڼې لیکلي: "هر هغه کس چې د بي جی پي ګوند درواغو او کرکې په اړه څه وايي نو دا دوی د ځان لپاره ګواښ ګڼي. د یوه ريښتیني غږ بندول زرګونه نور غږونه زېږوي."
محمد زبیر په ټوېټر څه لیکلي وو؟
پولیسو ویلي دی د هغه ټویټ له امله بندي شوی چې ۲۰۱۸ کې یې په ټوېټر یو عکس خپور کړی وو - عکس د یوه هوټل لوحه ده چې د "هني مون هوټل" پر ځای "هاني مان هوټل" پرې لیکل شوي.
دا عکس اصلا د بالیووډ ۱۹۸۳ کال یوه کامیډي فلم نه اخېستل شوی چې مشهور ډایرېکټر هريشېکېش موکرجي جوړ کړی وو.
خو یوه ټوېټر اکاونټ چې د هانومان بکت په نوم دی مانا د بیزو خدای هانومان پالونکي، دې وروستیو کې دا څلور کلن پخوانی ټویټ شریک کړی وو او دا یې هندو عقیدې ته سپکاوی ګڼلی وو.
دې ټوېټر کاروونکي پر دېلي پولیسو هم غږ کړی وو چې د محمد زبیر پر وړاندې دې ګام واخلي.
دا ټوېټر اکاونټ چې د کاروونکي هویت یې نه دی مالوم یو پلوی یې لاری خو تېرو څو ساعتونو کې یې د پلویانو شمېر ۱۵۰۰ ته رسېدلی.