تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان کې زلزله؛ د خواخوږۍ پیغامونه او د مرستې غږونه
- Author, نور سعید
- دنده, بي بي سي لندن
د افغانستان په سوېل کې یوې زورورې زلزلې درنه مرګژوبله اړولې ده. د لومړنیو معلوماتو له مخې د دې زلزلې له کبله تر ۱۰۰۰ ډېر کسان مړه شوي او تر ۱۵۰۰ پورې کسان ټپیان شوي دي.
پر افغانستان سربېره د خیبر پښتونخوا بېلابېلو ښارونو، د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد او همدا راز د ایران په پارس او هرمزګان ولایتونو کې هم د دې زلزلې ټکانونه محسوس شوي دي.
دې پېښې ته په هېواد کې دننه او بهر د خواخوږۍ څرګندونه کېږي او د مرستې غږونه پورته کېږي.
مرستندویان سیمې ته رسېدلي، د افغانستان په بېلا بېلو ښارونو کې د ټپیانو لپاره د وینې او اړینو توکو د مرستې اعلانونه کېږي.
د باختر دولتي خبري اژانس په رپوټ کې د ځايي چارواکو له قوله ویل شوي، زلزله ځپلو سیمو ته له پلازمېنې کابل او ګاونډیو ولایتونو څخه، امبولانسونه، روغتیا پالان او هلیکوپترې رسېدلي چې ټپيان روغتونونو ته ولېږدوي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یا یوناما د بشري مرستو همغږې کوونکې څانګې ویلي، له ملګرو ملتونو او اړوند خیریه بنسټونو له زلزله ځپلو سره د مرستې غوښتنه شوې ده.
د دې ادارې مسوولینو د ټویټر پیغامونو په یوه لړۍ کې ویلي، په یو شمېر اغېزمنوسیمو کې د دوی او اړوند بنسټونو ټیمونه وار له مخه ګومارل شوي، چې سملاسي اړتیاوې معلومې کړي.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، د پېښې په تړاو په ارګ کې بېړنۍ غونډه شوې. ښاغلی مجاهد د پیغامونو په همدې لړۍ کې زیاتوي: ''همدارنګه له شهیدانو او زخمیانوسره د نغدي مرستو او تداوي لپاره هم تدابیر ونیول شول. ورسره لارښونه وشوه چې د غذایې موادو، البسې، درملو او نورو اړینو توکو د رسولو او زخمیانو د انتقال لپاره دي د هوایې او زمیني ترانسپورت څخه کار واخستل شي. ''
د مخکیني افغان ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د زلزلې له کبله د اوښتي سر او مال زیان په هکله د خواخوږۍ څرګندولو تر څنګ هیله څرګنده کړې چې خیریه ټولنې به د پېښې قربانیانو سره د مرستې لپاره بېړني اقدامات وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر میا محمد شهباز شریف د دې پېښې په هکله ژور خفګان څرګند کړی. نوموړي په یوه ټویټر پیغام کې ویلي:
''په افغانستان کې د زلزلې له کبله د مړینې رپوټونو سخت خواشینی کړی یم. پاکستان د خپلو افغانانو وروڼو په دې غم کې شریک دی. اړوند مسوولین په دې سخت ساعت کې له افغانستان سره د ملاتړ او همکارۍ لپاره کار کوي. ''
پر خواله رسنیو خپرو شویو تصویرونو او ویډیويي کلیپونه کې ګڼ شمېر ټپي شوي کسان ښکاري چې پر ګرځنده څوکیو او کټونو کې کلینکونو او روغتونونو ته لېږدول کېږي.
د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د اروپايي مدیترانې سیسمولوژیکل مرکز د رپوټ له مخې ویل شوي، د دې زلزلې ټکانونه له افغانستان تر پنځه سوه کیلومتره لېرې د پاکستان او هند په ځینو سیمو کې هم محسوس شوي دي.
د یاد مرکز په رپوټ کې ویل شوي، د زلزلې ټکانونه د افغانستان پلازمېنه کابل او دغه راز د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې هم محسوس شوي دي.
د بي بي سي اردو څانګې په رپوټ کې ویل شوي، سملاسي په پاکستان کې د دې زلزلې له کبله د اوښتي زیان په هکله معلومات نه دي ترلاسه شوي.