تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
نیویارک کې وسله وال برید؛ پولیس وايي لس کسان وژل شوي
د امریکا د نیویارک ایالت بافلو ښار د یوه پلورنځي دننه ډزو کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي دي.
پولیس وايي ډزې د بافلو ښار له ګڼې ګوڼې په یوه ډک پلورنځي کې شوې، چې بریدګر په انلاین ډول پر انټرنېټ هم خپرولې.
دا ډزې یوه ۱۸ کلن هلک کړې چې وروسته پولیسو نیولی دی.
برید کې تر ډېره تورپوستي کسان په نښه شوي او ګومان کېږي چې د نژادي کرکې او انګېرنې له مخې به شوی وي.
د بریدګر نوم او هویت لا نه دي شریک شوي. پېښه کې ۳ کسان ټپي شوي هم دي.
د امریکا د فدرالي څېړنو ادارې "ایف بي ای" ویلي دا پېښه د نژادپاله کرکې او تاوتریخوالي په توګه څېړي.
باور دا دی چې نیول شوي مشکوک بریدګر د ښار دې نسبتآ اکثریت تورپوست مېشتې سیمې ته د ځان رسولو لپاره موټر کې ساعتونه مزل کړی دی.
ډزو کې ټپي شوي کسان د همدغه پلورنځي کارکوونکي بلل شوي او پولیسو ویلي یې ټپونه یې داسې نه دي چې ژوند ته یې ګواښ پېښ کړي.
د پولیسو یوه متقاعد افسر چې دغه پلورنځي کې یې د ساتونکې په توګه کار کاوه هڅه کړې چې بریدګر وولي، خو هغه پرې وار مخکې کړی او وژلی یې دی.
پولیسو ویلي بریدګر زغره اغوستې او اوسپنیزه خولۍ په سر کړې وه.
هغه د پېښې ځای ته ورغلو امنیتي کسانو سره هم سنګر نیولی خو وروسته تسلیم شوی دی.
د ګرډي لیوس په نوم یوه عیني شاهد رسنیو ته ویلي "ومې لیدل چې سړی پلورنځي ته ننوت، ځان یې پوځي ډوله جوړ کړی و، زنګون یې وواهه او پر خلکو یې ډزې پیل کړې."
شونېل هارېس چې همدې پلورنځي کې کار کوي وايي "پلورنځی له خلکو ډک و، د یوه وېرونکي خوب په څېر احساسېده."
هغې زیاته کړې چې د پلورنځي د شا دروازې له لارې تر تښتېدو وړاندې یې له ۷۰ ډېرې ډزې اورېدلې دي.
د پولیسو یوه افسر بافلو نیوز سره مرکه کې ویلي: "داسې ښکارېدل لکه وېروونکي فلم کې چې روان یئ، خو هر څه رښتیني وي."
د نیویارک والۍ "کېتي هوکول" ویلي بریدګر چې "د سپین پوستو برلاسي غوښتونکی دی، د ترهګرۍ پر دې پېښه لاس پورې کړی."
سپینې ماڼۍ هم پر دې مرګونې پېښې غبرګون ښودلی او یوه اعلامیه کې یې ویلي چې ولسمشر جو بایډن او لومړۍ مېرمن وژل شویو او د هغوی کورنیو ته دعا کوي.