تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د امریکا اوهایو ایالت دیټون کې ډزو لا تراوسه ۹ کسان وژل شوي
رپوټونه وايي، د امریکا لوېدیځ اوهایو ایالت دیټون ښار کې ډزې شوې، چې د پولیسو په وینا، ښايي ډزو کې ۹ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان دي.
د بریدګر د موندلو لټون روان دی.
سیمه ییزې رسنۍ وايي، ښايي په برید کې شاوخوا ۱۰ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي وي.
پولیس د ښار مرکز او د ډزو ځای ته نژدې ځای پرځای شوي دي. مرستندویه ډلې هم د پېښې ځای ته رسېدلې دي.
لومړني رپوټونه وايي، برید په اوریګن سیمه کې د یوې شرابخانې بهر شوی دی.
عیني شاهدانو ویلي، یوه وسله وال کس غوښتل دغې شرابخانې ته ننوځي، چې بهر یې ډزې پیل کړې.
تر اوسه د برید د انګیزې په اړه څه نه دي ویل شوي.
پر خواله رسنیو خپرو شویو انځورونو کې ښکاري چې لسګونه کسان د ډزو پرمهال سړکونو کې منډې وهي.
د ډیټون پولیسو پر ټویټر لیکلي، د پېښې په اړه څېړنه کوي او له خلکو یې غوښتي چې د پېښې له ځایه ځانونه لیرې وساتي.
دا پېښه په داسې ورځ شوې، چې په سیمه ییز وخت د ګهیځ ۱۱ بجو د ټکساس ایالت په ال پاسو سرحدي سیمې په یوه پلورنځي کې یوه کس په ډزو شل کسان ووژل او تر شلو ډېر نور یې ټپیان کړل.
ال پاسو له مکسیکو سره نژدې پوله لري.
پولیسو ویلي، مشکوک بریدګر یې نیولی، چې یو سپین پوستی ځوان دی. امریکايي رسنیو د نیول شوي مشکوک بریدګر نوم پاتریک کروشس اعلان کړی.