شهباز شریف: د پاکستان پر ضد د 'دسیسې' له کبله به عمران خان سره قانوني چلند کېږي

د عکس سرچینه، PakPMO
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د پښتونخوا په اېبټ اباد جلسه کې د عمران خان وینا د پاکستان پر ضد 'دسیسه' بللې او ویلي یې دي چې له ښاغلي خان سره به قانوني چلند کېږي.
شهباز شریف ویلي، ٰعمران نیازی سیاست نه کوي بلکې دسیسه جوړوي. دا دسیسه د پاکستان پر ضد روانه ده. ټول پاکستان د یوه کس له سرټمبګۍ، تکبر او دروغو نشو قربانولی'.
د یادولو ده چې پرون [یکشنبه] د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمرخان د پښتونخوا په ایبټ اباد ښارګوټي کې یوې ولسي جلسې ته په وینا کې ویلي، 'خدای موږ ته [په داسې موضوګانو کې] د بې طرفۍ اجازه نه ده راکړې بلکې باید د ریښتیا، حق او انصاف لپاره راولاړ شو. زه نه تنځری یم او نه مړز چې بې پروا او بې احساسه پاتې شم. یوازې ځناور بې طرفه کېدای شي، انسان خو خدای ته ځواب ورکوونکی دی'.
ښاغلي خان همدا راز پخپله وینا کې ویلي، 'الله به له تاسې پوښتنه کوي چې د یوه تپل شوي حکومت پر ضد مو څه وکړل؟ تاسې په ځواب کې دا نشئ ورته ویلی چې موږ خو بې طرفه وو. هغه خو ځناور دي چې که زمری یو غرڅه ښکار کړي نو نور څه نه ورته وايي، ځکه چې پر وړاندې یې بې احساسه وي'.
عمران خان همدا راز پخپله وینه کې شهباز شریف په نامستقیم ډول د مغولو له یوه پخواني قومندان میرجعفر سره ورته بللی و او پخپله وینا کې یې ویليوو چې، 'د ملسمانانو او مغولو د والي سراج الدوله سرلښکر او د پوځ عالی سرقومندان میرجعفر هم له انګریزانو سره لاس یو کړ او له سراج الدوله او مسلمانانو سره یې غداري وکړه. انګریزانو وګټله او د مغولو تر ټولو شتمن ایالت بنګال انګریزانو ته په غلامۍ کې ورغی، چې وروسته یې دومره ولوټه چې خلک له لوږې او قحطۍ پکې مړه شول'.
خو د عمران خان د همدغو خبرو پر سر اوسني لومړي وزیر شهباز شریف بیا پر ده تور لګولی چې، 'دی د اوسنۍ زمانې میر جعفر او میر صادق دی چې غواړي پاکستان هم د لیبیا او عراق له برخلیک سره مخ کړي'.
د پاکستان د لومړي وزیر د دفتر په وینا، د شهباز شریف موخه دا ده چې، 'د ایبټ اباد په جلسه کې د پاکستان حکومت، اساسي قانون او ملي ادارې ننګول شوې دي. اوس به قانوني چلند ورسره کېږي. دا د ملي ادارو پر ضد دسیسه ګرې خبرې دی'.
د دغه دفتر په خبره، 'د عمران خان لومړۍ دسیسه دا وه چې د پاکستان اقتصاد په سیند لاهو کړي، اوس د کورنۍ جګړې پیلولو لپاره هڅه کوي. موږ به یې دا دسیسه شنډه کړو'.
دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته. له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایيکوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ
د پوسټ X پای
د یادولو ده چې د پاکستان مخکیني لومړي وزیر عمران خان د روانې میاشتې په وروستیو کې اعلان کړی و چې تر دوه میلیون زیات خلک به پلازمېنې اسلام اباد ته ورسره بیايي چې د ده په خبره، ورباندې تپل شوی حکومت ونړوي.
په تېره اپرېل میاشت کې له واکه لرې کېدو نه وروسته عمران خان د نوي حکومت پر ضد د پاکستان په بېلا بېلو ښارونو کې ولسي غونډې پیل کړې دي چې د ایبټ اباد غونډه هم له همدغو یوه ده.
عمران خان ویلي، 'تر شلم تاریخ وروسته، چې زه خپل قوم ته اسلام اباد ته د راتلو ووایم، نو دا مې ایمان دی چې څومره کانټېنرې هم دوی د مخنیوي لپاره ولګوي، بیا به هم تر دوه میلیون ډېر خلک اسلام اباد ته راځي'.
پخواني لومړيوزیر که څه د پلازمېنې اسلام اباد پر لور د لاریون او پرلت اعلان لا له وړاندې کړی خو په ایبټ اباد غونډه کې یې یو ځل بیا پر اوسني حکومت تور پورې کړ چې د بهرنۍ دسیسې له لارې یې د ده حکومت نسکور کړی دی.
هغه ادعا چې اوسنۍ حکومت یې بې بنسټه بولي.









