د انترکتیکا کنګل تل کې د اوبو زېرمې وموندل شوې

د انترکتیکا د لویدیځې برخې تر واورینې سطحې لاندې د اوبو زېرمې موندل شوې.‌ د اوبو دا هره زېرمه سلګونه متره ژوره ده. دغه اوبه د وېلانز کنګل تل کې موندل شوي خو اټکل کېږي چې د انترکتیکا نورو برخو کې به هم د اوبو ورته زېرمې موجودې وي.

د څېړونکو په اند که همداسې وي نو ځکه مهمه ده، چې دا په ډاګه کوي چې انترکتیکا به څه ډول زیاتېدونکې نړیوالې تودوخې ته غبرګون ښيي.

د کنګلونو او واورینو ډبرو تل کې اوبه تر ډېره دې ته لار هواروي چې دا کنګلونه په خوځښت راشي‌.

د کنګلونو له تله د دغو اوبو وتل یا ورته راننوتل کولی شي چې د کنګلونو او واورینو ډبرو خوځښت کم او یا زیات کړي.

د اقلیمي بدلون په تړاو کېدونکې نوې پلټنې به اوس دا موندنې د راتلونکې لپاره پام کې نیسي.

انترکتیکا کې د اوبو دا موندنې د امریکا په سن ډیېګو کې د سکرېپ سمندري څېړنې انستېتیوت یوې ډلې کړي چې مشري یې ډاکټرې کلویي ګوستافسن کوله.

‌دا وايي د اوبو دا ژورې زېرمې له لرغونې زمانې د سمندر تل کې د خټې او شګې په بڼه پاتې وې چې بیا وروسته له نن نه زرګونه کاله وړاندې د سمندر له مالګینو اوبو سره ګډې شوې.‌ هغه وخت د انترکتیکا لویدیځه برخه کې کنګل دومره پراخ نه وو چې نن دی.

دا وايي: "زه د اوبو دغو پاتې شونو ته د یوه ستر سپنج په نظر ګورم. که ټولې اوبه ترې جلا شي او سره راټولې شي نو ژوروالی به یې له ۲۲۰ مترو نیولې تر ۸۲۰ مترو ورسېږي."

ډاکټرې ګوستافسن خپلې دا موندنې او شمېرې د شپږو اوونیو څېړنې پر مهال کره کړي. دا او ډله یې د وېلانز کنګل پر سطحه تر شپږو اوونیو مېشت وو. دا کنګل ۸۰۰ متره پېړ او سل کیلومتره اوږدوالی لري او په چټکۍ خوځښت کوي.

نوموړې زیاتوي: "ډېرو خلکو له پخوا شک درلود چې دا اوبه د سمندر تل کې شته خو دا لومړی ځل دی چې موږ توانېدلي یو اندازه یې مالومه کړو."

دلته تر ټولو مهمه پوښتنه دا ده چې د ځمکې د تل دا اوبه په کومه اندازه هغه اوبه اضافه کوي چې د کنګل لاندې بهېږي او کنګل ته د خوځښت زمینه برابروي.

ډاکټر ټام جورډن د انټرکتیکا جوړښت د فزیکي بڼې پلټونکی دی. دی وايي د ځمکې د تل اوبه د کاڼو د حرارت له امله ښايي ګرمې وي.

نوموړی زیاتوي: "که تاسو دا ګرمې اوبه د کنګل لاندې اوبو سره ورګډې کړې نو د کنګل او واورینو ډبرو خوځښت چټکوي."

د سکرېپس پلټونکې ډله غواړې خپلې هغه هڅې تکرار کړي چې د توایټس ګلېشر د څېړلو پر مهال یې کړې وې.

توایټس د بریتانیا هومره لوی او د وېلانز کنګله پرتله خورا ډېر پراخ دی. دا اوس مهال د امریکایي او بریتانوي ساینسپوهانو د پلټنې مهمه پروژه ده ځکه چې ځینې برخې یې په چټکې په ویلي کېدو دي.

د توایټس کنګل د ویلې کېدو بهیر تېرو ۳۰ کلونو کې دوه برابره زیات شوی او داسې اندېښنې دي چې که په همدې چټکۍ ویلې کېږي نو کولی شي په نړیواله کچه د سمندري اوبو سطحه لوړه کړي.