اروپايي‌ ټولنه: پوتین باید پر اوکرایین د یرغل لوړه بیه پرې کړي

اروپايي ټولنې پر اوکرایین د یرغل له کبله پر روسیې د نورو نویو بندیزونو لګولو اعلان وکړ. دغو بندیزونو کې د روسیې پوځي افسران، رسنۍ، بانکونه او د تېلو صنعت په نښه شوی دی.

دا به پر مسکو د اروپایې ټولنې د بندیزونو شپږمه ټولګه وي.

د اروپايي‌ کمېسیون مشرې اورسولا وون دیر لیین د بندیزونو د دې ټولګې په اړه د جزئیاتو ورکولو پر مهال وویل راتلونکو ورځو کې به پرې هوکړه وشي.

دغو بندیزونو کې د روسیې څلور برخې په نښه شوي.

د اروپايي‌ کمېسیون مشرې ویلي جګپوړي روسي پوځي افسران به چې د دې په وینا بوچا او ماریوپول کې یې جنګي جرمونه کړي دغو بندیزونو کې هدف وګرځي‌.

هغه وویل:‌ "موږ پوهېږو چې تاسې څوک یاست،‌ همداسې نه پاتې کېږئ."

د دغو بندیزونو په لړ کې به د روسیې تر ټولو ستر 'سبېر بانک' هم د بانکي راکړې ورکړې له سویفټ‌ سیستمه بهر کړل شي.‌

همدا راز ټاکلې چې د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو کې د کېبل،‌ سپوږمکۍ او انټرنېټ‌ له لارې د روسیې د دریو سترو دولتي رسنیو خپرونې هم بندې شي.‌

اغلې اوسولا دا رسنۍ تورنې کړې ګوندې د دې په خبره د "پوتین درواغ پیاوړې کوي".‌

د اروپايي‌ کمېسیون مشرې دلته دا هم وویل چې اروپايي ټولنه به د روسیې تېلو ته د خپلې اړتیا د پای ته رسولو اعلان وکړي.‌

هغې وویل دغه کار که څه هم اسان نه دی،‌ خو دوی اړ چې اقدام وکړي.‌

د نوموړې په خبره اروپايي‌ ټولنه به شپږو میاشتو کې له روسیې د اومه او د ۲۰۲۲ کال تر پایه د چاڼ شویو تېلو واردول ودروي.