اوکرايين جګړه؛ اروپايي ټولنه له روسیې د تېلو پر واردولو وېشلی نظر لري

د عکس سرچینه، Getty Images
د اروپايي ټولنې د انرژۍ وزیران په دې اړه خبرې کوي چې ایا د روسیې پر تیلو ټول بندیزونه وضع کړي خو د دغې ټولنې غړي په دې اړه بېلابېل نظرونه لری.
داسې ښکاري چې جرمني د بندیز ملاتړ ته نژدې شوی او وايي چې په تدريجي ډول پر تېلو بنديز شونی دی، خو هنګري نن سهار د دې وړاندیز سره يو ځل بيا خپل مخالفت څرګند کړ.
په ورته مهال له اوکرايينه په وروستيو راپورونو کې راغلي چې روسي ځواکونو هغه پول په نښه کړی چې اوديسا يې د اوکرايين له جنوبي سيمو سره نښولي.
بل پلو اوکراييني ځواکونو ویلي، ښايي روسیه په نژدې راتلونکي کې پر مولدوا برید وکړي.
د برتانیا ټایمز ورځپاڼې د اوکرايين د استخباراتي سرچینو له قوله ویلي، پر مولدوا برید سره به روسیې ته له لویدځې څنډې د اوکرايين پر اودېسا ښار د برید او ګواښ لار په لاس ورشي.
سرچینو ویلي چې که روسيه مولدوا ونیسي نو اودېسا به ډېر په اسانه په نښه کړي.
هلته له روسیې رپوټونه وايي چې د اوکرايين په شمال کې د روسیې په یوه ښار کې نن سهار دوه چاودنې شوې دي

د عکس سرچینه، Reuters
د بېلګرود ښار قومندان ویاچسلاو ګلادکوف ویلي چې په دغو چاودونو کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی او په خبره یې، "د دوشنبې ورځې په لومړیو ساعتونو کې بلګورود دوو درنو چاودنو ولړزاوه"
د یادولو ده چې له جګړې سره سره د ملګرو ملتونو او سره صلیب په مرسته په ځینو سیمو کې د ایسارو ملکي وګړو د خوندي ایستلو چارې هم ترسره کېږي.
په ماریوپول کې ایسار پاتې لسګونه ملکي خلک له څو اوونیزې کلابندۍ وروسته د روسيې او اوکرايين تر واک لاندې سیمو ته ایستل شوي دي.
د دوی له ډلې یې ځینې د پولادو له ازوفسټال کارخونې وتلي چې په دغه ښار کې د اوکراييني ځواکونو وروستی مورچل یا سنګر بلل کېږي.
روسيه وايي چې په اوکرايين کې د دوی تر واک لاندې یوه کلي ته لسګونه ملکي وګړي ور رسېدلي دي.
بل پلو بیا د اوکرايين ولسمشر ولاديمر زېلینسکي ویلي چې د دغو ملکیانو یوه ستره ډله د دوی تر واک لاندې سیمې زاپوریژیا ته ورپه لاره ده.
ښاغلي زېلينسکي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، "د ملکي وګړو لومړنۍ سل کسیزه ډله د اوکرايين تر واک لاندې سیمو ته په رسېدو ده. سبا (دوشنبې) ته په زاپوريژیا کې سره وینو. له خپلې ډلې منندوی یم. اوس دوی له ملګرو ملتونو سره په ګډه له کارخونو د ملکي وګړو پر رایستلو بوخت دي".
ملګرو ملتونو هم منلې چې د ژغورنې دغه عملیات یې په جګړه کې د ښکېلو دواړو لوریو له استازو او د سره صلیب نړېوال بنسټ سره په ګډه تر سره کړي دي.
ملګرو ملتونو ویلي وو چې د ژغورنې کاروان یا ډله د شنبې په ورځ ماریوپول ته رسېدلې وه خو په دې اړه یې جزیات نه وو ورکړي چې له ماریوپول څومره وګړي باسي او چېرې یې لېږدوي او ټینګار یې کړی و چې د دغو عملیاتو د جزیاتو ورکول دا بهیر له خطر سره مخ کولای شي.

د عکس سرچینه، Reuters
د دغه کسانو له ډلو یې د روسیې تر واک لاندې سیمې یوه اوسېدونکي رويټرز خبري اژانس ته ویلي، "تاسې یې تصور هم نشئ کولای چې پر موږ څه تېر شوي دي".
۳۷ کلنې ناتالیا عثمانوا دغه خبري اژانس ته ویلي، "کله چې زموږ پټنځی په خوځېدو شو زه سخته ډار شوې او له عصبي حملې سره مخ شوم. مېړه مې شاهد دی. ګمان مې کاوه چې پټنځی د دغو ټولو بریدونو د زغملو تاب نه لري. تر اوږدې مودې مو لمر په سترګو نه لیده".
نور څه شوي:
•روسي چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د دفاع وزارت یوه وداني د اوکرايين پولې ته څېرمه بلګورود ته نژدې سیمه کې سوځېدلې ده خو دا چې څنګه یې اور اخېستی و، لامل یې په ډاګه نکړ.
•ډنمارک او سویډن دواړو له روسیې خپل سفیران ورغوښتي دي. دواړو هېوادونو د دغه اعتراض دلیل دا په ګوته کړی چې روسي الوتکو یې پر هوايي حریم تېری کړی دی. د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر دا په بشپړ ډول یو د نه منلو کار بللی دی.
•د خارکیف د نظامي ادارې مشر منلې چې له روسیې یې څلور ښارګوټي بېرته نېولي دي.
•روسیې ویلي چې سر له یکشنبې به د اوکرايين په لوی ښار کې روسي روبل د کرنسۍ یا پېسو په توګه د چلښت وړ وي.
•د امریکا د کانګرېس د استازو جرګې مشرې نانسي پلوسي د کيېف ته د خپل سفر پر مهال یو ځل بیا له اوکرايين سره د امریکا پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
د ملکي وګړو لومړۍ ډله د تېرې شبنې په ورځ له ماریوپول ووتله خو تر دا تېرې ورځې یې برخلیک نه و مالوم. اوس د روسیې د دفاع وزارت وايي چې د دغه ښار د ملکیانو شاوخوا ۸۰ کسيزه ډله په اوکرايين کې د دوی تر ولکې لاندې یوه کلي بزیمن ته لېږدول شوي دي.
د روسي رسنیو له لورې په خپره شوې خبرپاڼه کې د دفاع وزارت له قوله ویل شوي، هغه ملکي وګړي د ملګرو ملتونو او سره صلیب نړېوالې ټولنې استازو ته سپارل شوي دي چې غوښتل یې د اوکرايين تر ولکې لاندې سیمو ته دې ولېږدولی شي.










