له پوتین د ناټو غوښتنه؛ اوکرایین کې جګړه ودروئ او ځواکونه وباسئ

د شمالي اتلانتیک تړون سازمان یا ناټو مشرانو بروکسل کې د ناستې پر مهال د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین غوښتي چې اوکرایین کې روانه جګړه ودروي او له دغه هېواده خپل ځواکونه وباسي.

دوی په بېلاروس هم غږ کړی چې روسیې سره پر اوکرایین یرغل کې له ملګرتیا لاس واخلي.

د ناټو مشرانو دا غوښتنه داسې مهال کړې چې پر اوکرایین د روسیې د یرغل یوه میاشت پوره شوه.

د ناټو غړو هېوادونو مشرانو د اوکرایین خلک ستایلي او ویلي یې دي چې "د روسیې د وحشیانه جګړې پر وړاندې د دوی مېړني مقاومت نړۍ ته الهام بښلی."

دوی په دې سرمشریزه کې دا پریکړه هم کړې چې د روسیې د نفوذ پر وړاندې د خپلو ټولنو او زېربناو مقاومت پیاوړی کړي.

په ورته وخت کې د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ د دغه سازمان د مشرانو د غونډې پای کې وویل چې د روسیې لخوا اوکرایین کې د کیمیاوي وسلو د کارېدو د احتمال په اړه اندېښمن دی.

هغه وویل مسکو اوکرایین او د دغه هېواد ملګري د کیمیاوي وسلو برید ته د چمتووالي په هڅو تورنوي، خو دا د نوموړي په وینا پخپله د روسیې لخوا د همداسې وسلو د کارېدو پلمه کېدای شي.

ښاغلي سټولټنبرګ وویل که د کیمیاوي وسلو برید وشي، نو دا به د اوکرایین جګړې ماهیت په بشپړ ډول بدل کړي.

هغه کیمیاوي وسلې خورا خطرناکې او له نړیوالو قوانینو سره ټکر کې وبللې.

خو د ناټو سرمنشي روسیه تورنه کړه چې وړاندې یې هم کیمیاوي وسلې کارولي.

د ناټو مشرانو د بروکسل دې ناسته کې همدا راز پر اوکرایین د روسیې برید ته په غبرګون کې د دغه سازمان په ختیځو غړو سلواکیا، هنګري، بلغاریا او رومانیا کې د دفاعي لارو چارو په پیاوړتیا هوکړه کړې.

دوی ویلي چې په دې لړ کې به دغو هېوادونو کې ۴۰ زره ځواکونه ځای پر ځای شي.

د ناټو سرمنشي وویل پر اوکرایین د روسیې یرغل د ناټو د غړو امنیتي چاپیریال د اوږدمهال لپاره بدل کړی.

بروکسل کې د ناټو د دې سرمشریزې له پای وروسته د جی-۷ هېوادونو د مشرانو ناسته پیل شوې.

تر هغې وروسته ټاکلې د اروپايي ټولنې د مشرانو ناسته هم ترسره شي.

د ناټو، جي - ۷ او اروپايي ټولنې د مشرانو دغه هم مهاله غونډې چې سارې دي. دوی غواړي په دې توګه په خپلو کې یووالي څرګند کړي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم دغو غونډو کې د ګډون لپاره بروکسل ته تللی.

ښاغلی بایډن به دې ټولو غونډو کې ګډون وکړي او دا به د یوه امریکايي ولسمشر لپاره لومړی ځل وي، چې بروکسل کې د اورپايي ټولنې په یوه غونډه کې ګډون کوي.

زېلینسکي د مظاهرو غوښتنه وکړه

له دې مخکې د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي د ټولې نړۍ له خلکو وغوښتل چې له اوکرایین سره د یو موټیوالي څرګندولو لپاره لارو، کوڅو ته راووځي او مظاهرې وکړي.

نوموړي له ځايي وخت سره سم ګهیځ وختي په یوه ویډیويي پیغام کې دا غوښتنه لومړی ځل په انګلیسي ژبه وکړه.

نوموړي وویل، روسیه یوازې د اوکرایین پر ضد جګړه نه کوي، بلکې د ټولو انسانانو د ازادۍ خلاف جګړه کوي.

ښاغلي زېلینسکي له نړیوالو وغوښتل چې د روسیې له لوري د زور ظالمانه کاروونې مخه ونیسي.

هغه وویل: ''له خپلو دفترونو راشئ، له کورونو راشئ، له ښوونځیو او پوهنتونونو راووځئ، د سولې په نامه راووځئ، له اوکرایین سره د ملاتړ لپاره راووځئ، د خپلواکۍ ملاتړ ته راشئ، د ژوند ملاتړ ته راشئ. ''