طالبانو د افغانستان ملي تلویزیون د خواله رسنیو د لوګو رنګونه بدل کړي

طالبانو د افغانستان د ملي راډیو تلوېزیون د خواله رسنیو د پاڼو له لوګو (نښان) د هېواد د ملي بیرغ رنګونه لېرې کړي دي.

دې لوګو مخکې سپین چوکاټ درلود او د افغانستان د ملي بېرغ په درې رنګونو (تور، سور، زرغون) د "ملي" کلمه یې منځ کې لیکلې شوې وه.

خو د شنبې پر ورځ د ملي راډیو تلویزیون د خواله رسنیو پر پاڼو نوې لوګو راڅرګنده شوه چې شین چوکاټ لري او د ملي بیرغ درې رنګونو پر ځای سپین رنګ کې د "ملي" کله لیکلې شوې.

د خواله رسنیو ګڼو افغان کاروونکو دغه ګام ته غبرګون ښودلی او نیوکه یې پرې کړې.

خو د ملي راډیو تلویزنون رئیس احمدالله وثیق وايي "دا معمول دی - هره رسنۍ، شرکتونه او تعليمي موسسې د وخت په تېرېدو سره خپل برانډ بدلوي. ملي راډيو تلويزيون هم له نژدې څو مياشتو راهيسې د ټول ټلويزيون په برانډېنګ کار کاوه. چي بالاخره فاینل او نوی شو."

نوموړی زیاتوي چې یوازې د لوګو رنګونه نه "بلکې د ټلويزيون د ډېرو برنامو برانډ" هم نوی شوی.

خو بل لور ته د دغه کار نیوکګر بیا پر خواله رسنیو د افغانستان د ملي راډیو تلویزیون د پاڼو د انفالو کولو هشتګونه چلوي.

داسې ناتایید شوي رپوټونه هم دي چې د ملي راډیو تلویزیون د خواله رسنیو د پاڼو د لوګو له نوي کېدو وروسته زرګونو کسانو دا پاڼې انفالو او انلایک کړې.

په دغو منتقدانو کې د ملي راډیو تلویزیون مخکینی رئیس محمد اسماعیل میاخیل هم دی.

هغه په خپل ټویټر لیکلي: "طالبانو له افغانستانه د ارزښتونو هدېره جوړه کړې. نن یې د ملي رادیو تلویزیون له پاڼو درې رنګه بېرغ لېرې کړ. سبا به یې له کرېکټ بورډ نه هم پاک کړي. طالب واقعا چې ملي ارزښتونو ته ژمن نه دي. دوی په خپل کړنو خپل ځان دومره تخریبوي چې بل چا ته یې اړتیا نه شته. باور لرم چې بقا نه لرئ."

یاده دې وي چې پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې دا ډله په خپلو دفترونو او رسمي ناستو کې د ملي بیرغ پر ځای خپل سپین بیرغ کاروي.

همدا راز د افغانستان له ولسمشرۍ ماڼۍ (ارګ) نه هم ملي بیرغ لېرې کړل شوی او پر ځای یې د طالبانو سپین بیرغ پرې لګول شوی دی.

څه موده وړاندې پر خواله رسنیو د خوست لپاره د طالبانو د والي یوه ویډیو هم خپره شوه چې پکې نوموړی د دې ولایت اوسېدونکو ته په ګواښوونکې ژبه وایي، که له خپلو کورونو او دوکانونو ملي بیرغ لېرې نه کړي نو بیا د ګیلې حق نه لري.