د اوکرایین مرکزي بانک مشر:"د روسیې کنګل شوې شتمني باید د اوکرایین پر رغولو ولګول شي"

د اوکرایین د مرکزي بانک مشر کریلو شیفچینکو بي بي سي سره خبرو کې ویلي، د روسیې کنګل شوې پېسې باید تر جګړې وروسته د اورکرایین پر رغونه ولګول شي.

شیفچینکو همدا راز پر روسیې د نورو بندیزونو د لګېدو غوښتنه کړې چې پر بانکي کارتونو د راکړې ورکړې له بندېدو رانیولې د پیسو نړیوال صندوق ته د روسیې د لاسرسي تر ځنډول کېدو پکې شامل دي.

هغه ویلي چې د دغو بندیزونو په لګېدو کې ځنډ اوکرایین کې "د ملکي کسانو او ماشومانو د ژوند په بیه تمامېږي."

د ښاغلي شیفچینکو په وینا روسیه باید د هغو زیانونو تاوان ورکړي چې اوکرایین ته یې اړولي دي.

نوموړی وايي "زیاتو پېسو ته اړتیا ده، او دا کار د پورونو، ملي سازمانونو بسپنو، او د نورو هېوادونو د مستقیمو مرستو پر مټ کېدای شي. په هره توګه اړتیا ده چې ډېر مالي ملاتړ له یرغلګرو له ترلاسه شوي غرامت پوره شي، د هغو شتمنیو په ګډون چې دامهال زمونږ په متحدو هېوادونو کې کنګل شوي."

داسې انګېرل کېږي چې د ۶۳۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د روسیې د بهرنیو اسعارو زېرمې چې له هېواده بهر ساتل کېدې د بندیزونو له کبله په امریکا، اروپايي ټولنه او نورو ځایونو بندې شوې دي.

که اوکرایین له جګړې وروسته دې پيسو ته لاسرسی ومومي نو د بیارغونې لپاره به میلیاردونه ډالر په لاس ورشي.

شیفچینکو د نړیوالې ټولنې له لوري پر روسیې د لګول شویو بندیزونو هرکلی وکړ خو وايي دا بندیزونه دې لا زیات شي.

هغه له دولتونو، موسسو او شرکتونو غواړي چې پر روسیې د بندیزونو لیست اوږد کړي او د روسیې د اقتصاد هره برخه هدف وګرځوي.

شیفچینکو وايي وکراینیان د اروپایانو پر لاره روان دي او "اوسمهال یوازې د خپل هېواده نه بلکې د ارزښتونو د هغه ټولیز سیستم دفاع کوي چې د لوېدیځ تمدن اصل جوړوي."