بایډن ولې د اوکرایین جګړې ته ځواکونه نه استوي؟

    • Author, باربرا پلېټ یوشر
    • دنده, بي بي سي

د امریکا ولسمشر جو بایډن د دې لپاره ډېرې دیپلوماتیکې هڅې وکړې چې پر اوکرایین د روسیې د یرغل مخه ونیسي.

د هغه ادارې په وار وار د دغه یرغل د احتمال خبرداری ورکړ او دا یې هم وویل چې دا کار به نړیوال نظم له خطر سره مخ کړي.

خو د امریکا ولسمشر په ورته وخت کې دا هم ډانګ پیلي ویلي چې اوکراین ته به ځواکونه وانه ستوي او نه غواړي دې جګړه کې ښکیل شي.

امریکا همدا راز ان خپل هغه ځواکونه هم له اوکراینه وایستل چې د دغه هېواد له پوځ سره د مشورې او څارنې په خدماتو بوخت وو.

پوښتنه دا ده چې جو بایډن ولې د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د بهرني سیاست د دغه اغېز ښندونکي کړکېچ پر مهال ځان ته سرې کرښې کاږي؟

د ملي ګټو نشتوالی

په دې لړ کې تر ټولو مهمه خبر دا ده چې اوکراین د امریکا ګاونډی نه دی او ګډې پولې ورسره نه لري.

دغه هېواد کې د امریکا کومه پوځي اډه هم نشته.

اوکراین د تېلو ستراتیژیک زېرمې نه لري او د امریکا ستر سوداګریز ملګری هم نه دی.

خو د امریکا مخکنیو ولسمشرانو بیا د ملي امنیت د ګټو دومره خیال نه دی ساتلی.

بېل کلنټن په ۱۹۹۵ کال هغې جګړه کې ورښکیل شو چې د یوګوسلاویا له پرځېدو وروسته پیل شوې وه.

همدا راز بارک اوباما هم په ۲۰۱۱ کال کې ظاهرآ تر ډېره د بشردوستانه او د بشري حقونو د ملحوظاتو پر بنسټ د لیبیا کورنۍ جګړه کې ښکیل شو.

په ۱۹۹۰ کال جورج اېچ ډبلیو بوش د هغه نړیوال ائتلاف مشري وکړه چې له کویټ نه د عراق د ایستلو لپاره جوړ شوی و.

خو بایډن تر اوسه یوازې پر سختو بندیزونو بسنه کړې.

بایډن اوس د پوځي مداخلو پلوی نه دی

جو بایډن ۹۰یمه لسیزه کې له پوځي لارې بالکان کې د قومي شخړو د حل ملاتړ وکړ.

هغه همدا راز په ۲۰۰۳ کال پرعراق د امریکا یرغل ته هم د هو رایه ورکړه. خو داسې ښکاري چې تر هغې راوروسته پکې د امریکا لخوا د پوځي ځواک د کارېدو تومنه مړه شوې ده.

هغه د بارک اوباما لخوا لیبیا کې د پوځي مداخلې او همدا راز افغانستان ته د اضافي ځواکونو د لېږل کېدو د طرحې مخالفت وکړ.

بایډن د بېلابېلو خواو له نیوکو سره سره تېر کال له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ایستلو ملاتړ هم کوي.

دا په داسې حال کې ده چې نیوکګر وايي د هغه دا پرېکړه د ګډوډیو لامل شوه او افغانستان یې د بشري کړکېچ پر پوله ودراوه.

امریکایان جګړه نه غواړي

په دې وروستیو کې د AP-NORC لخوا یوې ترسره شوې څېړنې وښوده چې ۷۲ سلنه امریکایان وايي دغه هېواد باید د روسیې-اوکراین جګړه کې دېر کم او یا هېڅ نقش ونه لري.

امریکایانو د پوځي اقدام پر ځای تر ډېره بندیزونو ته مخه کړې او د جمهوریتپال سناتور ټېډ کروز په څېر توند خویه کسان یې هم نه غواړي چې بایډن دې اوکراین ته ځواکونه واستوي او له روسانو سره دې مخامخ جګړه پیل کړي.

بل جمهوریپال سناتور مارکو رابیو هم ویلي چې د نړۍ د دوو تر ټولو سترو اټومي ځواک لرونکو هېوادونو ترمنځ جګړه د هېچا په ګټه نه ده.

د زبرځواکونو د ټکر اندېښنه

بایډن دا خطر پر غاړه نه اخلي چې د روسي او امریکايي ځواکونو ترمنځ اوکراین کې مخامخ جګړه رامنځته او په دې توګه د بلې نړیوالې جګړې اور بل شي.

هغه روانه میاشت له اېن بي سي تلویزیون سره یوه مرکه کې وویل:

"دا داسې نه ده چې موږ دې له کومې ترهګرې ډلې سره مخامخ واوسو. موږ (دې قضیه کې) د نړۍ له یوه ستر پوځ سره مخامخ یو. دا خورا سخت وضعیت دي او هر څه ډېر ژر ګډوډای شي."

د تړونونو نشتوالی

اوکراین کې د روسیې مخ ته درېدو لپاره داسې هېڅ تړون نشته چې امریکا دې د دغه خطر په غاړه اخیستلو ته اړباسي.

که څه هم د ناټو ۵مه ماده د دغه سازمان پر یوه غړي برید پر ټولو غړو برید ګڼي او پر ټولو ګډه دفاع الزامي کوي. خو اوکراین د ناټو غړی نه دی.

امریکا د اوکراین پر ځای اروپا ته ځواکونه استوي چې ګاونډ کې یې د ناټو له غړو سره د امنیت وساتلو کې مرسته وکړي.

له دې هر څه سره سره دا اندېښنه شته چې یو کوچنۍ تېروتنه یا په لوی لاس اخیستل شوی ګام د اوکراین جګړه ګاونډ کې د ناټو غړو ته ورغځولی شي.

او دا هغه څه دي چې بایډن وايي که پېښ شي "موږ به ورښکیل شو."