تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران د طالبانو 'غیر مسلکیتوب' د پولې اوږدو کې د دوې میاشتې مخکینۍ شخړې لامل بللی
د ایران بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د پوله ساتنې په هکله د طالبانو پوله ساتونکو نابلدتیا په دا وروستیو کې د طالبانو او ایران، پاکستان او ترکمنستان پوله ساتو ځواکونو تر منځ د پولو اوږدو کې د شخړو لامل بللی.
د یادونې ده، چې نژدې یوه میاشت مخکې د افغانستان نیمروز ولایت سره د ایران - سیستان پر پوله د طالبانو او او ایراني پوله ساتونکو تر منځ نښته وشوه، چې د طالبانو حکومت او ایران د بهرنیو چارو وزارتونو یې لامل ناسم پوهاوی وباله.
تازه د ایران بهرنیو چارو وزارت کې د لویدېځې اسیا چارو عمومي مشر رسول موسوی پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي : ''د دې نښتو لامل پر پوله د ځای پر ځای شویو طالبانو پوله ساتونکو غیر مسلکیتوب او د پولې او پولې له چارو سره نابلدتیا ده. ''
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي، خو مخکې طالبانو په یوه ویډیويي رپوټ کې ویلي و، چې د طالبانو حکومت دفاع وزیر مرستیال فاضل مظلوم له ایران سره د افغانستان پولې سیمې لیدو ته ورغلی و.
په ورته مهال د طالبانو بهرنیو چار وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د ځینو ځايي رسنیو هغه رپوټونه رد کړي چې وايي، د افغانستان او ترکمنستان پر پوله د طالبانو او ترکمنستان پوله ساتونکي تر منځ نښته شوې.
د افغانستان او ایران تر منځ پولې اوږدو کې له دې مخکې هم د غیر قانوني کډوالۍ، مخدره توکو او اوبو وېش په څېر مسایلو له کبله ناندرۍ راپورته شوې دي.
د پولې کره حدود او د وچکالۍ له کبله د اوبو نشتوالي ستونزه هم داسې مسایل دی چې له کبله یې د افغانستان او ایران پولې اوږدو کې کله نا کله تاوتریخوالی ډېر شوی.