فرانسه؛ پلاستیک کې د میوې او سابو پر نغښتلو بندیز ولګېد

فرانسه کې د نوي ۲۰۲۲ کال له پیل سره سم یو نوی قانوني پلی کېږي، چې له مخې یې په پلاستیک کې د میوې او سابه نغښتل ممنوع شوي دي.

بادرنګ، لیمو او مالټې له هغو ۳۰ ډوله میوو او سابو دي چې له دې وروسته به د پلور لپاره په پلاستیکي پوښ کې نه نغښتل کېږي.

د نوي قانون له مخې د دې توکو لوی بارونه یا ځپل شوې بڼه له دې قانونه استثنا بلل شوي.

ولسمشر ایمانویل مکرون دا اقدام ''رښتینی انقلاب '' بللی او په وینا یې هېواد یې ثابته کړه چې تر ۲۰۴۰ کال پورې د یو ځل کارېدونکي پلاستیک کارولو ختمولو ته ژمن دی.

فرانسې کې له دریو یوه برخه سابه او میوې په پلاستیکي پوښ کې پلور ته وړاندې کېږي او چارواکي هیله من دي چې نوي بندیز سره به هر کال د یو ځل کارېدونکي پلاسټیک نژدې یو میلیارد تولیداتو مخنیوی وشي.

د نوي قانون له اعلان سره سم د فرانسې چاپېریال وزارت په یوه اعلامیه کې ویل شوي فرانسه کې ' 'په لوړه کچه ' ' داسې پلاستیک کاروول کېږي، چې یو ځل استعمالېږي او د نوي قانون ' 'هدف دا دی چې د بسته بندۍ لپاره بیا کارېدونکي توکي دود شي. ' '

دا نوی بندیز د ولسمشر مکرون حکومت د هغه اوږدمهاله پلان یوه برخه ده، چې غواړي سوکه، سوکه له ګڼ شمېر صنعتونو د پلاستیک کاروولو دود ختم کړي.

د ۲۰۲۱ له پیل سره فرانسه کې چارواکو د خوراک، څښاک لپاره پر کارېدونکو یو شمېر پلاستیکي لوښو او قوطیو بندیز ولګاوه، ۲۰۲۰ کال اوږدو کې به عامه ځایونو کې د اوبو پلاستیکي بوتلونو پر ځای د نلونو دود عام شي، په پلاستیک کې به د مطبوعاتو نغښتل ممنوع شي او رستورانونو کې به ماشومانو ته د پلاستیکي لوبو الاتو له ورکولو د ډډې کولو امر وشي.

د یادونې ده، چې د چاپېریال ساتنې اړوند سي او پي ۲۶ غونډې ژمنو پوره کولو لپاره دا وروستیو میاشتو کې یو شمېر نورو اروپايي هېوادونو هم د پلاستیک پر کاروولو د بندیزونو لپاره اقدامات کړي دي.

د روانې میاشتې پیل کې اسپانیا په ورته اقدام کې وویل، د ۲۰۲۳ کال له پیل سره په پلاستیکي پوښ کې د میوې او سابه پر پلور بندیز لګوي او کاروباریانو ته سپارښتنه کوي، چې د بدیل لپاره یې لارې چارې ولټوي.