تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
سمندرونو ته د پلاسټیک بهیدو مخنیوي هڅې
اته ميليون ټنه پلاسټيک هر کال سمندرونو ته مخه کوي، د سويډن بوتل ايښودو سيستم به یې د ستونزې حل لاره وي؟
د پلاسټيک پاتې شوني په يوه لويه چاپېريالي ستونزه اوښتی دي. تازه شمېرې ښيي له اتو ميليون ټنو زيات پلاسټيک هر کال سمندرونو ته مخه کوي.
تېره اوونۍ مالټا کې د چاپېريال پوهانو يوه لويه غونډه وه، چې هم د پلاسټيکو پر پاتې شونو او هم ورسره تړلو ستونزو خبرې وکړي.
بي بي سي سويډن ته ورغلې وه، چې سمندري څپې او بادونه په کې پر دې معنا دي، چې په لویه کچه پلاسټيک په کې امبارېږي.