تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
دوو خبریالانو ماریا ریسا او دیمتري موراتوف په شریکه د سولې نوبل جایزه وګټله
دوو خبریالانو ماریا ریسا او دیمتري موراتوف ته په روسیه او فيلپين کې د بیان ازادۍ لپاره د ''زړورې مبارزې ' ' لپاره د سولې نوبل جایزه ورکړل شوې ده.
د نوبل جایزې کمېټۍ وايي، دا دواړه خبریالان ''د هغو ټولو خبریالانو استازولي کوي، چې دغه ډول مبارزه کوي. ''
په اوسلو کې د نوبل انسټیوټ لخوا دغه جایزه اعلان شوه، چې لس میلیونه سویډش کرونا یا یو اعشاریه یو میلیون امریکايي ډالر ده.
د یادې معتبرې جایزې لپاره دغه دواړو خبریالان د ۳۲۹ کاندیدانو له ډلې غوره شوي دي.
مېرمن ریسا په خپل هېواد فيلپين کې په شریکه د یوې خبري وېپاڼې 'رافلر ' له لارې د ''له واکه د ناوړه ګټې اخیستنې، او زور زیاتي رسواکولو '' له کبله وستایل شوه.
د نوبل جایزې کمېټه وايي، ښاغلي موراتوف بیا په روسیه کې د سخت ننګونکي وضعیت په ترڅ کې نواجا ګازیتا نومې ورځپاڼه په شریکه تاسیس کړه او تر ۲۴ کلونو پورې د دې خپلواکې ورځپاڼې مدیر و، چې تر لسیزو پورې یې د بیان ازادۍ لپاره مبارزه وکړه.
نوبل کمېټې په دې هکله یوه اعلامیه کې وویل:
''خپلواکه، ازاده او پر وقعیتونو ولاړه خبریالي له واکه د ناوړه ګټې اخیستو، دروغو او پروپاګند په مخنیوي کې مرسته کوي. ##
په اعلامیه کې دغه راز راغلي:
''د بیان او رسنیو له خپلواکي پرته به ستونځمنه وي، چې د ملتونو تر منځ ورورولي وده وکړي، د وسلو زېرمې کمې شي یا زموږ په دور کې غوره نړیوال امنیت رامنځته شي. ''
نوبل کمېټه ژمنه ده داسې کسان یا سازمانونه وستايي چې ''د ملتونو تر منځ د ورورولۍ '' رامنځته کولو لړ کې تر ټولو زیات یا غوره فعالیت کړی وي.
پروسږ کال دغه جایزه د خوړو نړیوال پروګرام 'ډبلیو ایف پي ' ته د لوږې له منځه وړلو او سولې لپاره د زمینې برابرولو لپاره د دې ادارې خدمتونو بدل کې ورکړل شوې وه.