تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د سي آی اې پخواني افسر ګوانتنامو کې د یوه زنداني د خوشې کېدو غوښتنه وکړه
د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې سي آی اې د ترهګرۍ په شک د هغه نیول شوي کس د خوشې کولو غوښتنه کړې چې شل کاله وړاندې دې افسر د هغه په نیولو کې مرسته کړې وه.
جان کیریاکو چې پر ربړونې د اعتراض له امله د سي آی اې په اړه ډېر څه په ډاګه کړي بي بي سي ته ویلي چې هغه ربړونه او حبس چې د القاعده غړي ابوزبیده ګاللی ده ته د سزا په توګه کافي دی او نور باید خوشې شي.
ابوزبیده چې د القاعده ډلې د غړیتوب پرمهال د ترهګرۍ کړنو په شک نیول شوی له شلو کلونو زیاتې مودې راهیسې په ګوانتنامو زندان کې بندي دی.
ابو زبیده فلسطینی دی او ادعا یې کړې چې په ۲۰۰۲ کال کې په پاکستان کې له نیول کېدو وروسته په پولنډ کې د سي آی اې په یوه پټ زندان کې وهل شوی او په بیلابیل ډول لکه خوب ته نه پرېښودل، ربړول شوی دی.
د سپتمبر د ۱۱ نېټې له پېښو وروسته د امریکا سي آی اې په څو هېوادونو کې د ترهګرۍ په شک د نیول شویو کسانو د ساتلو لپاره پټ توقیف ځایونه جوړ کړل.
له دې وړاندې ابو زبیده هڅه کړې وه چې د سي آی اې دوه قراردادیان په پولنډ کې د دې پټ توقیف ځای په اړه د څېړنو لړ کې محکمې ته وغواړي، خو امریکا د دې کسانو محکمې ته له ورتګه انکار وکړ . امریکا ویلي وو محکمې ته په ورتګ سره په دې اړه د معلوماتو په ډاګه کول د امریکا ملي امنیت ته ګواښ پېښولی شي.
د ابو زبیده د خوشې کولو له غوښتنې سره هم مهاله د امریکا په ستره محکمه کې پرون چارشنبه په دې غونډه شوې وه چې امریکا د احتمالي ربړونې په اړه د شواهدو پټ ساتلو څومره وړتیا لري.
د هغه قضايي دوسیه هم په همدې محکمه تر غور لاندې ده.
په تېره یوه لسیزه کې دا لومړی ځل چې د امریکا په ستره محکمه کې د ګوانتنامو د یوه زنداني دوسیه څېړل کیږي.
د امریکا د مخکني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د واکمنۍ پرمهال ابو زبیده د ترهګریزو فعالیتونو له امله شک لاندې مهم کس ګڼل کېده او د سي آی اې څو پټو توقیف ځایونو ته له دې ډلې په پولنډ او تایلانډ کې مرکزونو ته لیږدول شوی وو.
د امریکا د سنا مجلس په رپوټ کې هم راغلی وو چې ابو زبیده د توقیف پرمهال ربړول شوی، په دې رپوټ کې ویل شوي وو چې ابو زبیده ۸۳ ځله په اوبو کې غرق کړل شوی وو، خوب ته نه وو پرېښودل شوی او په یوه داسې صندوق کې ۱۱ ورځې بندل کړل شوی وو چې تابوته ته ورته وو. دې لړ کې هغه یوه سترګه هم له لاسه ورکړې ده.
د سي آی اې پخوانی افسر کریاکو په ۲۰۰۷ کال کې د سي آی اې له خوا د زندانیانو د ربړونې خبره را پورته کړه، وروسته په دې تور ونیول شو چې د زندانیانو په استجواب کې د یوه ښکیل کارکوونکي نوم یې افشا کړی.
د ابو زبیده په اړه ده ویلي وو" که هغه هر څه کړي وي نو د خپلو کړنو له امله یې لوړه بیه پرې کړې ده. "