تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
اسلام اباد کې د ایټالیا له سفارته 'یو زر شینګن ویزه سټیکرونه' غلا شوي؛ هوايي ډګرونو ته خبرداری ورکړل شوی
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د دغه هېواد له کورنیو چارو وزارت او د څېړنو له فدرالي ادارې (ایف ای اې) غوښتي د هغو کسانو نیولو لپاره اقدامات وکړي چې دا وروستیو کې په اسلام اباد کې د ایټالیا له سفارته د شینګنن ویزو له غلا شویو سټیکرونو سره سفر کوي.
د یادونې ده، چې دغه ډول ویزه لرونکې کسان د اروپا ۲۶ هېوادونو ته سفر کولای شي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دا اغوښتنه له هغه وروسته کوي چې د دغه هېواد پلازمېنه اسلام اباد کې د ایټالیا سفارت وویل، د ودانۍ اسنادو له یوې زېرمې یې د شینګن ویزو ۱۰۰۰ سټیکرونه غلا شوي دي.
ایټالیا سفارت پاکستاني چارواکو ته د غلا شویو ویزو سیریال شمېرې هم ورکړې او په وینا یې دوی په دې هکله څېړنه کوي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت دې لړ کې د سفارت لیک تایید کړی، خو د سیمې پولیسو مرکز تر اوسه په دې هکله بې خبري ښيي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویاند زاهد حفیظ چودري وايي، دوی ته همدا اوس د دې پېښې په هکله معلومات ورکړل شوي او د بشپړو معلوماتو له ترلاسه کولو وروسته به پرېکړه کېږي، چې دې لړ کې رسنیو ته څومره معلومات ورکړل شي.
د وزارت چارواکو په وینا سفارت ترې غوښتي چې د غلا شویو ویزو سیریال شمېرې په هوايي ډګرونو کې ځوړند شي، چې پر مټ یې غلا کوونکي کسان ونیول شي.
د یادونې ده چې د ایټالیا سفارت د پلازمېنې اسلام اباد په دیپلوماتیک انکلیو سیمه کې موقعیت لري او دې سیمې ته د عام ولس پر ورتګ محدودیتونه لګېدلي دي.
د دې سیمې د ساتنې لپاره د اسلام اباد پولیسو یوه ځانګړې څانګه کار کوي.
د سیمې اوسېدونکو ته د امنیتي ادارو لخوا ځانګړي کارډونه ورکول کېږي او د دوی پر ګاډو لګول شوي امنیتي سټیکرونه هم د څارګرو ادارو لخوا ارزول کېږي.