تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
هرات کې ۱۵۰ کلابند سرتېري وژغورل شول، خو اوبې ولسوالي د طالبانو لاس ته ورغله
د افغانستان لوېدیځ ته هرات کې د اوبې ولسوال ضیاالحق نوري وايي، بېګا دې ولسوالۍ کې کلابند ټول افغان امنیتي ځواکونه واېستل او مرکز هرات ته ولېږدول شو.
نوموړي له بي بي سي سره خبرو کې وویل، د پوځ، پولیسو او ملي امنیت ۱۵۰ سرتېري کلابند وو، چې ۶۵ پکې ټپیان وو، خو چورلکو کې ولېږدول شول او اوس ټوله ولسوالي د حکومت له کنټرول وتلې ده.
د هغه په خبره، څو ورځې مخکې چې طالبانو د ولسوالۍ مرکز ونیو دا ځواکونه د اوبې بازار یو کیلومترۍ کې اډې ته په شا او کلابند شول.
پرون د دې ځواکونو خپلوانو دوی ته د مرستو نه رسېدو له امله د والي دفتر مخ ته اعتراض کړی و.
د هلمند له ګرېشک ولسوالۍ هم رپوټونه وايي، چې دې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
د هلمند د ولایتي شورا مشر عطاالله افغان وايي، طالبانو د ګرېشک قومنداني، ولسوالي او د ملي امنیت مدیریت اداره پر لسو بجو ونیول، خو د ورځې دوولسو بجو کې بېرته افغان ځواکونو طالبان په شا وتمبول او دا سیمې یې خپله ولکه کې راوستې.
له دهنه غوري د افغان ځواکونو وتل
له بلې خوا د افغانستان شمال ته ۲۱۷ پامیر قول اردو وايي د بغلان نظامي شورا د پرېکړې له مخې یې د دغه ولایت له دهنه غوري ولسوالۍ امنیتی ځواکونه بل ځای ته ولېږدول.
دا قول اردو خپله اعلامیه کې زیاتوي: "ځايي خلکو ته د مرګ ژوبلې نه اوښتو، د لارې نه بندېدو او پرسونل ته په وخت د اکمالاتو نه رسېدو د مخنیوي لپاره د دهنه غوري ولسوالۍ امنیتي ځواکونه د لنډمهال لپاره بل ځای ته ولېږدول شول. "
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم وايي، د دهنه غوري ولسوالۍ له مرکز او ټولو سیمو حکومت وتلی دی.
نوموړی زیاتوي: "په سیمو کې تصفیوي عملیات دوام لري او دښمن اوس مهال د پلخمري ولسوالۍ په قلعه خواجه سیمه کې محاصره دی. "
تيره میلادي میاشت افغان ځواکونه د بغلان له بورکه ولسوالۍ هم ووتل او دا ولسوالي اوس هم د طالبانو په لاس کې ده.
طالبانو د دې ولسوالۍ تر نیولو وروسته د بغلان د مرکزي بغلان او دهنه غوري په ګډون مختلفو ولسوالیو کې بریدونه ډېر کړل.
د فاریاب شیرین تګاب هم طالبانو ونیو
بغلان ته څېرمه فاریاب ولایت کې هم پرون د ولایت شورا مرستیال صبغت الله سېلاب وویل، چې د دغه ولایت شېرین تګاب ولسوالي هم د طالبانو لاس ته ورغلې ده.
د نوموړي په خبره، له نږدې درې کلونو راهیسې دغه ولسوالي کلابند وه:
"ټول ځواکونه طالب ته تسلیم شوي دي، موږ چې ور سره خبرې کړې، دوی وايي، هیڅ اکمالات نه ورته کېدل، ځکه مجبور شول چې تسلیم شي."
له نږدې دوو اونیو ر اهیسې فاریاب کې د افغان حکومت او طالبانو جګړه سخته شوې ده.
طالبانو د جون پر اتمه د فاریاب دولت اباد ولسوالي ونیوه. که څه هم حکومت د جون پر ۱۶ وویل، چې دا ولسوالي یې نیولې، خو ولایتې شورا وروسته وویل، ولسوالي د طالبانو لاس کې ده.
طالبانو د تېرې مۍ میاشتې لومړیو کې له افغانستان د پاتې بهرنیو ځواکونو د وتلو پیلېدو سره مختلفو سیمو کې د افغان ځواکونو پرضد بریدونه ډېر کړي دي.
دې ډلې بغلان، کندوز، تخار او فاریاب، میدان وردګ، غزني، لغمان، نورستان، نیمروز، غور او زابل کې څو ولسوالۍ ونیوې، خو حکومت وايي له ځینو سیمو یې تاکتیکي شاتګ کړی او وسلوالو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې ده.