روژه په انځورونو کې؛ د نړۍ لروبر کې 'د اسلام مبارکې میاشتې' پیل
نن سې شنبه د افغانستان په ګډون د نړۍ ګڼو هېوادونو کې لومړۍ روژه ده. افغانستان عموماً له سعودي عربستان سره یو ځای روژه اعلانوي، خو ځینو هېوادونو کې به چارشنبه لومړۍ روژه وي.
په لاندې ګالرۍ کې د نړۍ لروبر کې د مسلمانانو لخوا روژې ته چمتووالي او عبادتونو انځورونه راټول شوي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
سږ کال به د دویم ځل لپاره مسلمانان د کورونا وېروس وبا له کبله روژه له ځانګړو شرایطو سره تېروي ، او ځینو هېوادونو کې ټولبندیز ښایي په دې معنا وي چې خلک جوماتونو ته هم نشي تللی.

د عکس سرچینه، Shutterstock
روژه د اسلامي کال نهمه میاشت کې راځي او عموماً د میاشتې په لیدو سره پیلېږي. ګڼو هېوادونو کې د میاشتې لیدو لپاره ځانګړې کومېټې شتون لري.

د عکس سرچینه، Shutterstock
روژه د نړۍ مسلمانانو لپاره یوه مبارکه میاشت ده، او د روژې نیول د مسلمانانو د عقېدې په پنځو کلیدي اساساتو یا اصولو کې راځي.
په دې میاشت کې مسلمانانو ته د روژې نیولو ترڅنګ د عبادت او همدا راز د ذکات ورکولو سپارښتنه هم شوې ده.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس سرچینه، Getty Images
ګڼو هېوادونو کې مسلمانانو ته سپارښتنه شوې ده چې د کورونا وېروس مخنیوي په موخه جوماتونو کې د لمانځه پر مهال خپلو منځو کې دوه متره واټن وساتي.

د عکس سرچینه، Anadolu Agency

د عکس سرچینه، EPA
په بنګله دېش کې بیا حکومت د روژې له راتلو سره سم د اپرېل له څوارلسمې نېټې د یوې اوونۍ لپاره سخت ټولبندیز اعلان کړی دی.

د عکس سرچینه، Shutterstock

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس سرچینه، AFP
د ټولو عکسونو (کاپي رایټ) خوندي دی.








