تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د اوکراینۍ الوتکې د نسکورېدو کلیزه؛ افغانستان او څلور نورو هېوادونو له ایران "څرګند ځواب" وغوښت
د ایران د سپاه پاسداران ځواک لخوا د اوکراین د مساپر وړونکې الوتکې د نسکورېدو کال پوره شو. افغانستان او څلورو نورو هېوادونو د دې پېښې د کال پوره کېدو سره د ایران له حکومته غوښتي چې د دغه "ناورین" بشپړ او هراړخیز رپوټ وړاندې کړي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن 'جمعه د مرغومې/جدي ۱۹مه ' د پي ایس - ۷۵۲ نومې هغې الوتنې قربانیانو ته د ځواب ویلو او همغږۍ د پنځه اړخیزې نړیوالې ډلې اعلامیه خپره کړې ده.
افغانستان، کاناډا، اوکراین، بریتانیا او سوېډن دې اعلامیه کې د دغې پېښې د قربانیانو کورنیو سره د خواخوږۍ ښودلو ترڅنګ له ایران غوښتي چې عدالت تامین کړي او اغېزمنو شویو کورنیو او هېوادنو ته روڼ ځواب ووايي.
په دې اعلامیه کې راغلي:
"موږ له ایرانه غواړو د دې د ډاډمنولو لپاره چې دا ډول پېښې به بیا هېڅکله نه رامنځته کېږي- د عیني اقداماتو په ګډون د هغو پېښو او پرېکړو په اړه چې پایله کې یې دا ناورین رامنځته شو- بشپړ او هر اړخیز رپوټ وړاندې کړي".
دایران سپاه پاسداران ځواکونو یو کال وړاندې، د ۱۳۹۸ کال د مرغومې د ۱۸مې ګهیځ وختي د اوکراین یوه مساپر وړونکې الوتکه تهران ته نږدې د هوايي دفاع توغندیو په وسیله وویشته.
د دې پېښې پرمهال الوتکه کې ټول ۱۷۶ سپاره کسان چې ۱۳ یې افغانان وو - ووژل شول.
د ایران لخوا د مساپر وړونکې الوتکې نسکوریدل په نړیواله کچه له توندو غبرګونونو سره مخامخ شول.
د ایران پوځي څارنوالۍ تېره ورځ د دې پېښې په تړاو د رسمي څېړنو د بشپړېدو خبر ورکړ.
د ایران حکومت څه موده وړاندې ویلي و هغو افغان کورنیو ته ۱۵۰ زره امریکايي ډالر تاوان ورکوي چې په دې پېښه کې یې غړي وژل شوي دي.
د افغانستان د ملکي هوايي چلن ادارې دا ژمنه ستایلې او د قربانیانو د حقوقو د تامین پر لور ګام بللی و.