تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ایران؛ د اوکراین غورځېدلې الوتکه کې لس افغانان هم وژل شوي
يوه اوکراينۍ الوتکه چې ۱۷۶ تنه سپرلۍ او ورسره عمله يې لېږدوله، تهران کې له خميني هوايي ډګره له الوت لږ وروسته لوېدلې ده. له ایران او اکورايين دواړو راپورونه وايي له الوتکې لوېدو څوک ژونده نه دي پاتې. روښانه شوې، چې دا الوتکه بويېنګ ۷۳۷-۸۰۰ ان جي، د اوکرايين پلازمېنې کيېف ته پر لار وه. ډېری سپرلۍ د ايران او کانادا وو، راپورونو کې ويل شوي چې لس تنه افغانان هم په کې وو. ټوټې او د ماشين ځينې برخې یې له هوايي ډګره شاوخوا لس کيلومتره لرې موندل شوې، او د ژغورنې عمله د الوتکې ويجاوړې تنه کې په لټون لګيا دي. د ايران رسنۍ وايي د الوتکې دواړه تور بکسونه موندل شوي دي. دا لا تر اوسه روښانه نه ده، چې د الوتکې لوېدو لامل څه و. د اوکرايين ولسمشر وولوډيمير زېلېنسکي د رسمي راپورنو تر چمتوالي پورې د دغه غميزې په اړه د ګونګوسيو او ناارزول شويو نظريو خپراوي پر وړاندې خبرداری ورکړی دی.