پاکستان کې ښوونکې د 'پخواني ملګري' نامناسبې ویډیو خپرولو په تور نیول شوې

    • Author, ریاض سهیل
    • دنده, بي بي سي کراچۍ

د پاکستان په کراچۍ ښار کې امنیتي ادارو هغه ښځه نیولې، چې د خپل 'پخواني ملګري ' نامناسب تصویرونه او ویډیويي کلیپ یې پر انټرنېټ خپاره کړي دي.

تحقیقي ادارې ایف ای اي د اغېزمن کس له شکایت وروسته عریضه ثبت کړې، چې وايي، ځورول شوی او ترې د ناوړې ګټې اخیستنې هڅه شوې.

شکایت کوونکی سړی وايي، دغه ښځه یې مخکینۍ ملګرې ده.

دغه سړي چارواکو ته ویلي، له نیول شوې ښځې سره یې له شپږو کلونو راهیسې دوستي وه، دهغې کور ته یې تګ راتګ درلود او د وټس اپ له لارې له یوه بل سره اړیکه کې وو.

شکایت کوونکي ویلي، نیول شوې ښځې یوه ورځ د کالیو ایستلو ورته وویل، ویډیويي کلیپ یې ترې اخیستی، چې دی پرې خبر نه و.

په عریضه کې ویل شوي، چې وروسته دغې ښځې د پېسو غوښتنه کوله او له انکار وروسته یې ویډیو پر فېسبوک خپره کړه.

چارواکي وايي، د شکایت له تایید وروسته یې له نیو کراچۍ سیمې دغه ښځه نیولې، خو هغې پر ځان لګېدلي تورونه رد کړي دي.

امنیتي چارواکي وايي، له نیول شوې ښځې یې درې ګرځنده یا موبایل ټیلیفونونه هم ضبط کړي دي.

د چارواکو په وینا دوی وروسته د ښځې په یوه موبایل کې هغه نامناسبه ویډیو هم وموندله او هغه فېسبوکي حساب هم پکې پرانیستې و، چې دغه ویډیو ترې خپره شوې وه.

د انټرنېټي جرمونو مخنیوي ځايي چارواکو په خبره نیول شوې ښځه په یوه ښوونځي کې ښوونکې ده او داسې ادعا هم کېږي، چې له دې مخکې یې یو خپلوان هم ځورولی دی.