افغانستان کې تاوتریخوالی؛ حکومت او طالبان پر یو بل پړه ور اچوي

ارګ

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، طالبان تور لګوي چې افغان حکومت د سولې بهیر ته خنډونه جوړوي

وسلوالو طالبانو پر افغان حکومت یو ځل بیا تور لګولی چې د سولې پروسه کې خنډونه جوړوي، او له دې کبله په افغانستان کې د جګړې د دوام سبب کېږي. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر ټویټر یوه بیان کې ټېنګار کړی چې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د پیل لپاره باید د دوحې تړون عملي شي چې دې ډلې له امریکا سره لاسلیک کړی دی.

نوموړي د دې تړون عملي کېدل د "جګړې کمښت او ختميدو" لپاره لار بللې خو وايي "که څوک غواړي چې لومړی جګړه ودریږي او بیا خبرې وشي، دا غوښتنه غیر منطقي ده".

د طالبانو ویاند دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې چې د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پر ټویټر ولیکل چې "اوس د دې وخت را رسېدلی چې د طالبانو ډله له تاوتریخوالي لاس په سر شي او په واقعي مانا د سولې بهیر کې برخه واخلي"

ښاغلي صدیقي دغه راز ویلي چې "د طالبانو له خوا وروستی تاوتریخوالی او پر ښارونو، پر افغان امنیتي ځواکونو بریدونه او د سړک غاړې ماینونه چې خلک یې قربانیان دي او پر دولتي کارکوونکو بریدونه د نړیوالې ټولنې او خلکو هغو هیلو ته زیان رسوي چې د خبرو د پيل او په هېواد کې د تل پاتې سولې لپاره یې لري".

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد چې ظاهرا یې همدې څرګندونو ته ځواب ویلی پر ټویټر د پيغامونو وروستۍ لړۍ کې له دواړو لوریو د بندیانو د خلاصون بهیر پر ژر بشپړولو ټېنګار کړی او د دې بهیر تکمیل یې د "ستونزو د حل واقعي لاره او منطقي" دریځ بللی.

صدیقي

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، د ولسمشر ماڼۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي وایي، د طالبانو بریدونه د سولې هیلې زیانمنوي

ښاغلي مجاهد په نامستقیم ډول د افغان دولت هغه دریځ ته اشاره کړې چې د جګړې د پای ته رسولو او اوربند په اړه یې لري او تور یې لګولی چې ګواکې هغه لوری چې جګړه نه غواړي نو ولې د خبرو د پیل په لاره کې خنډونه رامنځته کوي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه کې ویل شوي چې د افغانانو ترمنځ د خبرو له پيل وړاندې به افغان حکومت د طالبانو پنځه زره او طالبان به د افغان حکومت زر تنه زندانیان خوشې کوي.

افغان دولت تر اوسه څه د پاسه څلور زر طالب زندانیان خوشې کړي، او طالبانو هم وايي چې شاوخوا ۷۵۰ دولتي زندانیان یې خوشې کړي دي.

دې لړ کې پرون طالبان وویل چې په غور ولایت کې یې د حکومت اړوند ۱۷ زندانیان ازاد کړي دي.

دفاع وزارت: غزني کې مو طالبان په شا تمبولي:

غزني

د عکس سرچینه، Ghazni.gov

د عکس تشریح، ه غزني ښار کې خلک له خراب امنیتي حالته کړیږي.

په ورته وخت کې د افغانستان د دفاع وزارت وايي، په غزني کې د نښتو او هوايي بریدونو په ترڅ کې وسله وال طالبان له ماتې سره مخ شوي دي.

د دغه وزارت په خبره یادې نښتې غزني ښار ته څیرمه په منګور سیمه کې شوي. د ملي دفاع وزارت په داسې حال کې دا خبره کوي، چې په وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو خوځښتونه زیات شوي دي.

په غزني ښار کې خلک له خراب امنیتي حالته کړیږي. هغوی وايي، د غزني ښار شاوخوا سیمو کې د وسله والو طالبانو خوځښتونه او حرکتونه هم ډېر شوي. خو د غزني سیمه ییز چارواکي بیا وايي، اوس په غزني ښار په سلګونو تازه دمه امنیتي ځواکونه ځای پرځای شوي دي.

د شاوخوا شپږ سوه طالب بندیانو پر خلاصون اختلاف:

افغان دولت وايي د طالبانو له خوا د ورکړل شوي پنځه زره کسانو نوملړ کې نږدې شپږ سوه زندانیان نه خوشې کوي.

د افغانستان ملي امنیت شورا ویلي وو، د وسله والو طالبانو ۵۹۲ زندانیان چې د 'سختو جرمونو له کبله محکوم شوي دي'، نه خوشي کېږي او له طالبانو یې غوښتي چې افغان حکومت ته د خپلو زندانیانو نوی نوملړ وسپاري.

زندانیان

د عکس سرچینه، ONSC

د عکس تشریح، افغان حکومت وایي، د طالب زندانیانو له ډلې شاوخوا شپږ سوه کسان نه خوشي کوي

د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي، دغه کسان د 'مخدره توکو قاچاق، سړي تښتونې، جنسي تېري، د ښځو سنګسارولو، ترور او نورو حق العبدي جرمومونو ' له کبله زنداني دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شنبې پر ورځ بي بي سي ته وویل، د دوی له لوري د بندیانو د خلاصون برخه کې هېڅ خنډ نشته، خو د ده په وینا د افغان حکومت له خوا ستونزې پیدا شوې او دا بهیر روان دی، خو ډېر ورو دی او باید چټګ شي.

ټاکل شوې وه چې څه موده وړاندې د طالبانو او افغان دولت د پلاوي ترمنځ خبرې پیل شي، خو ظاهراً د زندانیانو د خوشې کولو پر سر د اختلاف له امله دا خبرې تر دې دمه ځنډیدلې دي.