د غني او عبدالله سیاسي هوکړې ته کورني او نړیوال غبرګونونه

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړې ته په کور دننه او بهر بېلابېل غبرګونونه ښودل شوي. تر ډېره د افغان سیاسي مشرانو ترمنځ د دې هوکړې هرکلی شوی دی.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پخواني اجرائیه مشر عبدالله عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه نن یکشنبه لاسلیک شوه. د دې هوکړې له مخې به ښاغلي عبدالله ته د ملي مصالحې د عالي شورا ریاست، د هغه سیاسي ملاتړو ته په کابینه کې نیمايي برخه او عبدالرشید دوستم به د مارشالۍ افتخاري رتبه ورکول کیږي.

تمه کېږي چې له دې هوکړې سره به هغه اوږد سیاسي کړکېچ چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو د پایلو له اعلان راهیسې پیل شوی و، پای ته ورسېږي.

د امرالله صالح غبرګون:

د افغان ولسمشرۍ لومړي مرستیال امرالله صالح دې هوکړې ته په غبرګون کې ویلي، په افغانستان کې یو ځل بیا دوه سری حکومت نه جوړېږي، او که جوړ شو نه دی به پکې نه وي.

ښاغلي صالح نن یکشنبه جلال اباد کې یوې غونډې ته وویل، ډېرو کړیو غوښتل چې د دې هوکړې لپاره اساسي قانون مات شي، خو داسې به نه کېږي.

نوموړي پرته له دې چې د چا نوم واخلي وویل، په افغانستان کې نور د "ناز او نخرو " دوره ختمه شوې ده.

امرالله صالح وایي، دې هوکړې سره به د حکومت قاعده لویه شي، خو مشري به یوه وي، په دې مانا چې ولسمشر به یو وي، لومړی او دویم مرستیال به یې یو وي او ټوله کابینه به یو مقام ته رپوټ ورکوي.

پخپله د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله څرګندونې:

ولسمشر محمد اشرف غني خپلو خبرو کې نن د افغانستان لپاره یوه تاریخي ورځ وبلله ځکه دده په وینا افغانانو ثابته کړه چې په تدبیر سره د خپلو ملي ګټو په اړه فکر کوي او دې برخه کې یو دي.

ښاغلي غني له عبدالله عبدالله مننه وکړه چې د هېواد ملي ګټو ته یې خپله ژمنتیا ثابته کړه او د ملي پخلاینې د شورا مشرتابه لوی مسؤولیت یې ومانه.

ولسمشر غني ډاډ څرګند کړ چې عبدالله عبدالله د سولې چارو د پر مخ وړلو وړتیا لري او ټول به ورسره همکار وي.

افغان ولسمشر له مخکني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر عبدرب رسول سیاف نه مننه وکړه چې دده په وینا د ملي اجماع لپاره یې زمینه برابره کړه.

ولسمشر هیله څرګنده کړه چې د ټولو په همکارۍ او یووالي لومړی اوربند او بیا دایمي سولې ته لارې هواره شي.

عبدالله عبدالله په خپلو خبرو کې وویل چې نړیوالو ملاتړو د داسې یوې هوکړې ملاتړ کاوه او د سیمې هېوادونو هم داسې هیله لرله او ده ته یې د ښه نیت پیغامونو استولي دي.

نوموړي د خپلو ملاتړو په ډله کې د نظر اختلاف ته په اشارې سره وویل چې دې هوکړې ته رسېدل ورته اسان نه وو. ښاغلي عبدالله وویل ځینې سیاسي متحدین یې دې هوکړې ته په بله سترګه ګوري. دی وايي د هغوی نظر درک کوي خو د نن ورځې اړتیا دده په وینا یووالی دی.

ښاغلي عبدالله هيله وښودله چې دا هوکړه د سولې مزل لنډ کړي او دې لاره کې د نورو مشرانو او خلکو ملاتړ ته اړتیا ده.

مخکني ولسمشر حامد کرزي د هوکړې لاسلیک مراسمو کې د ملي پخلاینې عالي شورا رامنځته کېدل یو مهم ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه چې د سولې لپاره روانې هڅې افغاني رنګ خپل کړي.

جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف له ولسمشر غني او عبدالله عبدالله نه مننه وکړه چې د منځګړو هڅو ته یې په درنه سترګه وکتل. ښاغلي سیاف له ولسمشره مننه وکړه چې راتلونکې ته یې وکتل او حوصله یې وکړه.

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر او د تېرو ټاکنو نوماند حنیف اتمر دا هوکړه تاریخي بللې ده او ولسمشر غني او عبدالله ته یې مبارکې ویلې ده.

د وحدت ګوند مشر او د ښاغلي عبدالله مهم سیاسي ملاتړي محمد محقق د دې هوکړې د لاسلیک هر کلی کړی او هیله یې ښودلې ده چې دا هوکړه د افغانستان د خلکو لپاره له برکته ډکه وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو غبرګون:

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د دې هوکړې له لاسلیکېدو وروسته له ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله سره تیلیفوني خبرې کړې دي او دواړو مشرانو ته یې مبارکي ویلې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، په دې تیلیفوني خبرو کې ښاغلي پومپیو یو ځل بیا ټینګار کړی چې د یو سیاسي جوړجاړي له لارې په افغانستان کې د جګړې ختمېدل د امریکا لپاره لومړیتوب لري.

پر خپله ټوېټر پاڼه یې لیکلي، خوښ دی چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د یو ټولشموله حکومت پر جوړولو سلا شوي دي.

نوموړي همدا راز له دواړو مشرانو مننه کړې چې په افغانستان کې سملاسي سولې ته یې ژمنتیا ښودلې ده.

یاده دې وي چې ښاغلي پومپیو د دې کړکېچ د حل لپاره پخپله هم کابل ته سفر کړی و، خو هغه هڅه یې بریالۍ شوې نه وه.

وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و چې د افغان مشرانو د خپلمنځي سیاسي اختلاف له کبله امریکا له افغانستان سره خپلو مالي مرستو کې یو میلیارډ ډالر کموالی راولي.

تر اوسه څرګنده نه ده چې امریکا به د مالي مرستولو کمولو په اړه خپله پرېکړه اوس بېرته واخلي که نه.

خلیلزاد: د ملي وحدت حکومت تېروتنې باید تکرار نشي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم د دې هوکړې هرکلی کړی دی او د نوي حکومت د بریا هیله یې څرګنده کړې.

ښاغلي خلیلزاد پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، امریکا چمتو ده چې افغانستان کې د سولې راوستلو لپاره له نوي حکومت سره مرسته وکړي، خو دواړه مشران باید د ملي وحدت حکومت تېروتنې تکرار نه کړي، ځکه دا ځل حکومت افغانانو پخپله رامنځته کړی.

نوموړی زیاتوي، وخت را رسېدلی چې د افغان جګړې ختمولو لپاره د افغانانو او نړیوالو هوډ جدي وبلل شي. زلمی خلیلزاد وایي، ډاکټر عبدالله باید په چټکۍ سره خپلو چارو کې پرمختګ وکړي او افغان حکومت یې باید صادقانه ملاتړ وکړي.

د ملګرو ملتونو غبرګون:

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په یوه بیان کې د دې سیاسي هوکړې هر کلی کړی او ویلي یې دي چې په دې هوکړې سره به افغان مشران د هغو لویو خطرونو سره د مبارزې جوګه شي چې افغانستان ورسره مخامخ دی.

یوناما هیله ښودلې چې د همکارۍ روحیه به دوام وکړي او د حکومت ټول غړي به په ګډه د ښې حکومتولۍ، قانون حاکمیت او د فساد ضد برخه کې پرمختګونه لا پیاوړي کړي.

د ملګرو ملتونو استازولي ډاډ څرګند کړی چې په دې سره د افغان ملت په وړاندې د پرتو مسلو ښه هواری وشي په تېره د افغانانو خپلمنځي سولې خبرې، له کوویډ-۱۹ ناروغۍ سره مبارزه، خرابیدونکی بشري وضعیت، روانه شخړه او امنیتي ستونزې.

د ناټو غبرګون:

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ په یوه اعلامیه کې د خپلمنځي اختلاف ختمولو او د یو ټولشموله حکومت جوړولو لپاره د افغان سیاسي مشرانو د پرېکړې هرکلی کړی.

په اعلامیه کې راغلي، د کووېډ-۱۹ وبا او د افغانانو پر ضد د طالبانو د زیاتېدونکي تاوتریخوالي په حال کې ډېره اړینه ده چې ټول افغان مشران په خپل هېواد کې د سولې لپاره ګډ کار وکړي.

اعلامیه کې پر طالبانو غږ شوی چې تاوتریخوالی کم کړي، بین الافغاني مذاکراتو کې برخه واخلي او د سولې او افغانانو د ګټې لپاره جوړجاړی وکړي.

د پاکستان لخوا هرکلی:

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې په افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت جوړېدو او د ملي پخلاینې د عالي شورا رامنځته کېدو هرکلی کړی دی.

اعلامیه کې راغلي، په دې حساسه شېبه کې اړینه ده چې ټول افغان مشران د ولس د ګټو لپاره په ګډه او رغنده توګه کار وکړي او خپل هېواد ته دایمي سوله او ثبات راولي.

اعلامیه زیاتوي، د امریکا او طالبانو خپلمنځي هوکړه یو طلایي فرصت دی او ټولې ښکېلې غاړې باید په افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره له دې فرصته ګټه پورته کړي.

د پاکستان حکومت د بین الافغاني خبرو د ژر تر ژره پیلېدو او په افغانستان کې د یوه ټولشموله سیاسي جوړجاړي غوښتنه کړې او ټینګار یې کړی چې دا هېواد په افغانستان کې سولې او ثبات ته ژمن دی.

بل لور ته د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف هم ښاغلي عبدالله سره تیلفوني خبرې کړې دي او د دې هوکړې ستاینه یې کړې ده.

عبدالله عبدالله پر فیسبوک په خپله پاڼه یوه بیان کې ویلي دې تلفوني خبرو کې ښاغلي ظریف د اوربند او د سیمه ییزې اجماع د رامنځته کېدو لپاره د ملاتړ ډاډ ورکړی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړي محسن دوړ هم د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ پر سیاسي جوړجاړي خوښي څرګنده کړې.

نوموړي پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، ولسواکي بل هېڅ بدیل نه لري. ښاغلي دوړ هیله څرګنده کړې چې دا هوکړه به افغانستان ته سوله او ښېرازي راولي.

نوموړي همدا راز د بریالیو بین الافغاني مذاکراتو هیله کړې او ټینګار یې کړی چې په افغانستان کې د وینې تویېدنه باید ختمه شي.