تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ولسمشر غني د طالبانو پر ضد د پوځي عملیاتو پیلولو امر وکړ
افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن سې شنبه ماښام په یوه ویډيویي وینا کې افغان وسلوالو ځواکونو ته امر کړی چې له دفاعي حالته راووځي او د "دوښمن" پر ضد خپل پوځي عملیات یو ځل بیا پیل کړي. ولسمشر غني دا امر په کابل، ننګرهار او لغمان کې له خونړیو بریدونو وروسته کړی.
ولسمشر غني وویل، طالبانو د سولې او اوربند په تړاو د افغان حکومت او خلکو د غوښتنو برعکس خپل بریدونه او تاوتریخوالی ډېر کړی دی.
نوموړي د کابل پر روغتون ننني برید، ننګرهار کې د جنازې پر مراسمو ننني برید او د تاوتریخوالي نورو پېښو ته په اشارې وویل، طالبانو او داعش ډلې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون بېګناه افغانان او امنیتي کسان وژلي.
ښاغلي غني دا بریدونه جنایت وبلل او د غندنې ترڅنګ یې د وژلو شویو او ټپیانو له کورنیو سره غمرازي وکړه. هغه زیاته کړه چې طالبانو له جنګ او افغان وژنې لاس نه دی اخیستی او د پردیو په لمسون یې پر افغانانو او عامه ځایونو یې بریدونه ډېر کړي دي.
افغانستان کې وروستی تاوتریخالی:
افغانستان کې د ډېر شوي تاوتریخوالي په دوام نن په پلازمېنه کابل او ننګرهار کې دوه خونړي بریدونه وشول چې لسګونه کسان پکې مړه او تپیان شول.
د پلازمېنې کابل په لوېدیځ کې امنیتي چارواکي وايي، وسله والو ځايي وخت لس بجې د بې پولې ډاکټرانو پر یوه روغتون برید کړی. له سیمې وروستي رپوټونه وایي چې برید پای ته رسېډلی. داعش ډلې د دې برید مسولیت منلی دی.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې دې برید کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي او ۱۵ نور تپیان دي، خو وروستي جزئیات لا نه دي مالوم.
بي بي سي ته د کابل لوېدیځ دشت برچي سیمه کې د سل بستریز روغتون یوه ډاکټر ویلي، بریدګرو د روغتون پر ولادي برخې برید کړی و.
بل لور ته د ننګرهار په ښېوه ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د پخواني قومندان د جنازې مراسمو پر مهال ځانمرګي بريد کې لږ تر لږه ۲۴ کسان وژل شوي او ۶۸ ټپیان دي. بريد نن له غرمې وړاندې ۱۱ بجې شوی دی.
د والي ویاند د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزي ته وویل، دې پېښه کې ۲۱ کسان وژل شوي او ۵۵ ټپیان دي. د هغه په خبره، وژل شويو کې د ننګرهار د ولايتي شورا يو غړی لالا خان ملکزی هم دی.
همدا راز د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې هم تېره ورځ د طالبانو برید کې لږ تر لږه ۱۸ افغان پوځیان وژل شوي وو.
د ولسمشر غني د وینا مهم ټکي:
افغان ولسمشر خپل لنډ ویدیویي پیغام کې وویل، د افغانانو د امنیت او د عامه تاسیساتو خوندیتوب، او د دوښمن د بریدونو مخنیوي لپاره افغان امنیتي ځواکونو ته امر کوي چې له دفاعي حالته راووځي او بېرته تعرضي حالت ته ستانه شي.
افغان ولسمشر ټینګار وکړ چې پر افغانستان تحمیل شوې جګړه، چې د نړۍ علماو هم ناروا بللې، باید په اساسي توګه ختمه شي او دایمي او با عزته سوله باید راشي. ده په خپله وینا کې پر طالبانو یو ځل بیا غږ کړ چې روانه جګړه بس کړي او د افغانانو په غوښتنه سولې ته غاړه کېږدي.
ولسمشر غني وویل، پر سوله ټینګار د افغان حکومت کمزوري نه ده، بلکې د افغانانو غوښتنې ته د درناوي مانا ده.
هغه یو ځل بیا د طالبانو پر مشرتابه غږ وکړ چې د سولې او اوربند په اړه د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه ومني، چې ورسره به د کورونا وېروس پر ضد مبارزه او د افغان سولې بهیر کې مرسته وشي.
ولسمشر غني د خپلې وینا په پای کې وویل چې افغان ولس په هره بیه سوله غواړي، او حکومت یې د دې غوښتنې په ځواب کې عملي ګامونه پورته کوي.