بلخ کې بمبار؛ حکومت د طالبانو، خلک د ولس د وژل کېدو خبره کوي

د افغانستان دفاع وزارت وايي بلخ ولایت کې یې په یوه هويي برید کې ۱۱ وسلوال طالبان وژلي او لس ټپي کړي دي خو ځايي خلک وایي، وژل شوي ولسي وګړي دي.

د دفاع وزارت د اعلامیې له مخې وسلوال طالبان د بلخ په پلاس پوش سیمه کې برید ته تیارېدل چې بمبار پرې وشو.

خو ځايي خلک وايي، وژل شوي وسلوال نه بلکې ځايي کرونګر دي چې د شپې یې پټیو ته اوبه بوولې. د سیمې یو اوسېدونکي عبدالولي بي بي سي ته وویل:

"د شپې تراویح نه وروسته خلکو جر اېست چې الوتکې بمبار پرې کړی، ټول پنځه ویشت کسانو وو، لس کسان وژل شوي، ټول ولس دی، دوی سره نه وسلې وې یوازې بېل او کولنګ ور سره وو".

د بلخ ولسوالۍ یو قومي مشر قومندان غلام سخي هم ورته خبره کوي او وايي: د ورځې روژه ده، د شپې کرونګر د اوبو لپاره راغلي، خو الوتکې بمبار کړی دی او وژلي یې دي".

ځايي خلکو د اعتراض په ډول د تيري شپې د وژل شویو کسانو مړي د ولسوالۍ مرکز ته یووړل خو بلخ کې د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي وايي، طالبانو خلک اړ کړي چې دا مړي مرکز ته یوسي او مظاهره وکړي.

نوموړی وايي، په برید کې ۱۷ وسلوال وژل شوي او ۱۳ ټپیان دي.

ویل کېږي مظاهره هغه مهال په تاوترریخوالي بدله شوه چې حکومتي ځواکونو د مظاهره چیانو د تیت پرکولو لپاره ډزې یې کړې چې له امله یې یو کس وژل شوی او بل ټپي دی.

د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد دا خبره نه مني چې د دوی وسلوال په کومه پېښه کې وژل شوي دي.

نوموړی هم رسنیو ته استولي پیغام کې ویلي چې دې برید کې ۱۶ ولسي وګړي وژل شوي دي.

مظاهره کې تاوتریخوالی

مظاهره چیان دا هم وايي، چې تر دې پخوا هم په ورته هوايي بریدونو کې ولسي وګړي وژل شوي او زیاتوي چې پرون هم له وروستۍ پېښې مخکې څلور کسان په یوه جلا هوايي برید کې وژل شوي دي.

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي دفتر رسنیو ته استولې اعلامیه کې د نوموړي له خولې ویلي، بلخ کې د هوايي برید له امله، چې پکې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شوي په کلکو ټکو غندي.

نوموړي د تاوتریخوالي او جګړې پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او له ښکېلو لورو یې غوښتي چې د سولې لپاره هڅې ګړندۍ کړي.