تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پښتون ژغورنې غورځنګ علي وزیر په کورونا وېروس اخته شوی
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مهم مشر او د پاکستان د قامي اسمبلۍ غړی علي وزیر په کورونا وېروس اخته شوی دی. د غورځنګ یو بل مشر محسن دوړ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې د علي وزیر وضعیت ښه دی، او له خلکو یې غوښتي چې دعا ورته وکړي.
محسن دوړ بي بي سي سره خبرو کې وویل چې علي وزیر دوه ورځې وړاندې خپله وینه د کورونا وېروس معاینې یا ټېسټ لپاره ورکړې وه، او نن سې شنبه یې پایله مثبته وختله.
ښاغلي دوړ زیاته کړه چې علي وزیر د اوس لپاره ځان په (پارلمنټ لوجز) یا د قامي اسمبلۍ غړو د استوګنې ځای کې قرنطین کړی دی.
محسن دوړ وایي، ده هم خپله معاینه کړې ده خو پایله یې منفي راختلې.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د قامي اسمبلۍ رئیس اسد قیصر هم څه موده وړاندې په کورونا وېروس اخته شوی و او ځان یې قرنطین کړی دی.
د رپوټونو له مخې د پاکستان د قامي اسمبلۍ څلور غړي هم په کورونا وېروس اخته شوي دي، چې پکې د واکمن تحریک انصاف ګوند غړي هم شامل دي.
په دوی کې یو بل کس د پښتونخوا له دیر نه د قامي اسمبلۍ غړی محبوب شاه هم دی، چې د تحریک انصاف ګوند سره دی.
یو بل پښتون سیاست وال او د قامي اسمبلۍ غړی حاجي منیر اورکزی هم څه موده وړاندې په کورونا وېروس اخته شوی و، خو اوس بېرته رغېدلی دی.
د غورځنګ مشر محسن دوړ بي بي سي ته وویل، د پاکستان د قامي اسمبلۍ او د سنا مجلس د ګڼو نورو غړو په اړه هم ویل کېږي چې په کورونا وېروس اخته شوي، خو تر اوسه یې کره شمېر نه دی مالوم.
په ټول پاکستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر له ۳۲ زرو اوښتی دی او تر دې دمه ۷۰۶ کسان ترې مړه شوي دي.
لومړي وزیر عمران خان څو ورځې وړاندې په پاکستان کې د لګېدلیو محدودیتونو د نرمولو اعلان وکړ، خو ګڼو خلکو یې پر دې پرېکړه نیوکه کړې او وېره شته چې ښایي دې هېواد کې د کورونا وېروس ضعیت نور هم خراب شي.