د پاکستان د ملي اسمبلۍ رئیس اسد قیصر هم په کورونا وېروس اخته شوی

د پاکستان د ملي اسمبلۍ رئیس او د واکمن تحریک انصاف ګوند مهم مشر اسد قیصر اعلان کړی دی چې د کورونا وېروس معاینې پایله یې مثبته راختلې ده. ښاغلي قیصر پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې ځان یې په کور کې قرنطین کړی دی.

نوموړي پر خپل لنډ پیغام کې نورو کسانو ته د احتیاط کولو سپارښتنه کړې او له خلکو یې غوښتي چې ده ته دعا وکړي.

ویل کېږي چې اسد قیصر د تېرې اپرېل میاشتې پر ۲۴مه نېټه له لومړي وزیر عمران خان سره هم لیدلي وو، عمران خان پخپله هم تېره میاشت د کورونا وېروس معاینه کړې وه او پایله یې منفي راختلې وه.

په پاکستان کې په کورونا وېروس د اخته کسانو شمېر ۱۶ نیم زرو ته رسېدلی دی او تر دې دمه ۳۶۱ کسان د دې وېروس له کبله مړه شوي دي.

د نړۍ ګڼو نورو هېوادونو په څېر پاکستان کې هم حکومت د کورونا وېروس پر ضد یو لړ محدودیتونه اعلان کړي، خو رپوټونه وایي چې د روژې په میاشت کې ګڼ کسان دا محدودیتونه جدي نه نیسي.

د روسیې لومړی وزیر هم په کورونا وېروس اخته شوی:

بل لور ته د روسیې لومړی وزیر میخایل مېشوسټېن اعلان کړی چې په کورونا وېروس اخته شوی او د ځان کوربندولو پرېکړه یې کړې ده. نوموړي ویلي چې ولسمشر ولادمیر پوتین ته یې ته په دې اړه حال ورکړی دی. ښاغلي مېشوسټېن دا اعلان پنجشنبه په ویډیي کنفرانس کې وکړ.

۵۴ کلن میخایل مېشوسټېن په تېره جنورۍ میاشت کې د روسیې لومړی وزیر ټاکل شوی و. ولسمشر پوتین د هغه د عاجلې روغتیا هیله څرګنده کړې ده.

ښاغلي مېشوسټېن پرون د کورونا وېروس مخنیوي لپاره روسیې ته د بهرنیو وګړو پر ورتګ د لګېدلي بندیز غځولو اعلان کړی و.

په روسیه کې تر دې دمه شاوخووا یو لک کسانو په کورونا وېروس اخته شوي او نږدې زر کسان تر دې دمه ترې مړه شوي دي.

په نوره نړۍ کې پر کورونا وېروس د اخته کسانو تایید شوی شمېر درې میلیونه دوه سوه زره کسانو ته رسېدلی او د همدې ناروغۍ له کبله د مړو ۲۲۷ زرو تنو ته رسېدلی دی.

د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن له کورونا وېروسه رغېدو وروسته لومړی ځل نن د کورونا ضد مبارزې معلوماتو ورکولو په ورځنۍ غونډه کې راڅرګند شو.‌

نوموړي وویل، هېواد کې یې د کورونا وېروس اړوند د اوج حالت تېر شوی دی او د ټیټېدو په حال کې دی. دی زیاتوي، هېواد یې د هوډ او یوموټیوالي پر مټ کورونا وېروس ته ماتې ورکړې.

ښاغلي جانسن وویل، حکومت به راتلونکې اوونۍ د اقتصادي فعالیتونو بېرته پیلولو، ښوونځیو پرانیستلو، کار ځایونو ته د سفر او د کار ځایونو د خوندي ساتلو په تړاو هر اړخیز پلان اعلان کړي.

بل لور ته د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ په فدارلي کچه د بندیزونو له غځولو انکار کړی او د امریکا ډېری ایالتونو کې به د پنجشنبې پر ورځ قرنطین پای ته ورسېږي.

چین بیا د ولسمشر ټرمپ د تورونو په غبرګون کې ویلي، دا وخت د سیاسي لوبې او تورونو لګولو لپاره مناسب نه دی او دواړه هېوادونه باید د ګډ دښمن یانې وېروس سره مبارزه وکړي.

امریکا کې د بې روزګارۍ نوی بحران:

تېره اونۍ درې اعشاریه اته میلیونه نورو امریکایانو د بې روزګارو کسانو لپاره د حکومت مرستو ته نومونه ثبت کړي دي.

له دې نویو غوښتنلیکونو سره امریکا کې د هغو بې روزګاره کسانو شمېر لږ تر لږه ۳۰ میلیونو ته رسېدلی دی چې د مارچ میاشتې له نیمايي راهیسې یې دندې له لاسه ورکړې دي.

بل لور ته د انرژۍ نړیواله ایجنسي وايي، د نړۍ په لر او بر کې د قرنطین پلي کېدو له کبله په بي ساري توګه د انرژۍ لپاره تقاضا کمه شوې ده.

یاده اداره همدا راز وایي، د تګ راتګ کمښت او ترانسپورت او هوایي سفر بندېدو له کبله هوا کې د ککړو غازونو کچه ۸ سلنه ټیټه شوې ده.

د یورو زون یا هغې سیمې اقتصاد هم د کوویډ - ۱۹ وبا خپرېدو وروسته په لومړیو دریو میاشتو کې پاموړ ټکان خوړلی چې یورو پولي واحد پکې چلېږي.

د جنورۍ او مارچ میاشتو ترمنځ د دې زون خام تولید مخ پر ځوړتیا ۳ اعشاریه اته بلل شوې، چې د اقتصادي بحران د وخت پرتله هم بد وضعیت کې دی.

په همدې موده کې د فرانسې او اسپانیا اقتصاد په تړاو خپرې شوې جلا شمېرې هم پاموړ کموالی ښيي. په جرمني کې که څه هم بې روزګاري ډېره شوې، خو د نورو هېوادونو پرتله یې کچه ټیټه ده.