کورونایي سندرې، شعرونه او ټوکې ټکالې

    • Author, نور ګل شفق
    • دنده, بي بي سي - کابل

کورونا وېروس هم څه کانې وکړې؛ د لاسونو پر ځای يې خلک په پښو او څنګلو ستړي مشي ته اړ کړل. اوس يې که سترګې او پوزه هر څومره خارښ وکړي، له ډاره يې نشي ګرولی. که په مخکينیو غاښونو کې يې شنه سابه نښتي وي، د نور کله غوندې يې د کچې ګوتې نوک یو دم خولې ته نه ورځي.

بلکې کورونا وېروس ځان وریادوي، چې پام... ځکه چې روغتیاپالانو ورته ویلي، چې لاسونه مو شل ثانيې ښه سم په سابون نه وي مينځلي، سترګو، پوزې او خولې ته به يې نه ور وړئ، کنه نو کورونا وېروس مو له همدې لارو بدن ته ننوځي او ښايي مړه مو کړي.

روغتیاپوهان وايي، لا دا وېروس واکسین نه لري نو که پرې اخته شوئ، بیا که د ډاکټر په کور کې هم یئ، تر مرګه مو ورسولی شي. همدا خبره یو چا په یوې لنډۍ کې داسې کړې چې د "جانان" پر ځای يې "کورونا" ورځای کړې ده:

د "کورونا" غم چې پرې راشي

که د لقمان په کور کې پروت وي مړ به شينه

د کورونا وبا د خپرېدو له پېل راهیسې حکومتونه او روغتیايي بنسټونه له خلکو غواړي چې دا وېروس ټوکې ونه ګڼي او په کلکه ځان ترې وساتي.

ځینو يې خبره منلې، خو ځينې يې لا هم بابېزه ګڼي او هغومره په ځان پام نه کوي چې په کار ده. کنه نو ولې د روغتیاپالانو له پرله پسې ټينګار سره سره بیا هم هره ورځ پر دې وېروس د اخته کسانو شمېر ډېرېږي؟

خیر، له نویو شمېرو خو مو نږدې هره ورځ رسنۍ خبروي. د کره مالوماتو ترڅنګ په اوسني وضعیت کې جعلي یا ناسم خبرونه هم ښه پرېمانه شوي دي.

د ارواپوهانو سپارښتنه دا ده چې له اندېښمنوونکو او جعلي خبرونو ځانونه وساتئ څو له دې کبله پر ژور خپګان اخته نشئ.

خو څه وايي چې له پېښې تېښته نشته. نو که ټوکې ټکالې او ساعت تیری نه وي، د داسې وبا او قرنطين شېبې کله په اسانه تېريږي.

جانانه کورونا "وایرس" يې:

د نورې نړۍ غوندې په افغانستان کې هم ځينو 'له غمه د تېښتې' یا د 'غم غلطولو' لپاره په کورونا وېروس پورې ټوکې ټکالې جوړې کړې دي.

چا ځينې پخوانۍ لنډۍ دا د پاسنۍ هغې غوندې یو څه سره اړولې راړولې دي او چا بیا تازه ورته لیکلې دي. چا دغه وېروس پخپلو شعرونو کې له غماز سره تشبیه کړی او چا بیا له خپل هغه جانان سره چې دېدن يې نه ورنصیبېږي.

د کوزې پښتونخوا یو سندرغاړی "جانان" ته وایي چې د کورونا وېروس غوندې دې خلک ژوبل کړي دي:

علاج دې نشته، عاشقان دې ټول ژوبللي،

کورونا واېرس يې...

تا په غم لړلي،

کورونا واېرس يې...

د همدې سندرې په یوه بند کې -لکه کورونا وېروس چې ډېرو ته ورغلی- سندرغاړی وايي چې په "یار" یوازې دی نه دی ورميئن بلکې نور هم ډېر پرې عاشقان دي. يوه نا مستقیمه اشاره يې ټولنیز واټن ته هم کړې:

جانانه زه یوازې نه یم،

کورونا واېرس يې...

تا په غم لړلي،

کورونا واېرس يې...

نږدې چې څوک درسره تېر دي، تا نېولي

کورونا واېرس يې...

تا په غم لړلي،

کورونا واېرس يې...

خو ځينو سنجیده شاعرانو او هنرمندانو بیا د کورونا وبا له کبله رامنځ ته شوی حالت ژړلی دی. ټولنیزه راشه درشه پيکه شوې، ملګرتیاو، اشنایيو او د خلکو ناستې پاستې بدلون کړی.

افغانان-چې په مېلمه پالنې مشهور دي- اوس زیاتره د کورونا وېروس له وېرې له خدایه غواړي چې مېلمه ورنشي.

ملګري او اشنایان يې په زړه ورېږي خو د مخکې غوندې عادي بنډارونه نشي ورسره کولی.

احسان الله درمل په مسلکي لحاظ ډاکټر دی خو په پښتو ادبیاتو کې هم پېژندل شوی سړی دی. پرخپله فېسبوک پاڼه يې د ځينو طبي لارښوونو تر څنګ په یوه نیم شعر کې هم خلک پر دې وبا پوهولي دي چې څه نادرې يې کړې دي:

نه څوک راځي او نه څوک چا ته انتظار ولاړ دی

له وير او مرګ پرته بل هر یو کاروبار ولاړ دی

چې يې پرون واړه بازار و تماشې ته ولاړ

هغه نن ګوښی تماشې ته د بازار ولاړ دی

او د همدې غزل په یوه بل بېت کې يې د کورونا وېروس له کبله د ډېرو خراب شوي خو د کفن پلورونکو غوړېدلي کاروبار ته اشاره کړې:

د ګل پلوروونکي په بازار کې ورېدلې واوره

کار يې دی جوړ، کفن پلوروونکي ته کتار ولاړ دی

د پښتو ژبې وتلی هنرمند هارون باچا هم وخت ناوخت د بېلا بېلو مناسبتونو پر مهال پرخپله فېسبوکپاڼه راښکاره کېږي او له هارمونيم سره زمزمه کوي.

کله د چا د مړینې، کله د کومې چاودنې او یا لویې پېښې پر مهال ښاغلی باچا په دې برخه کې تر نورو مخکښ وي.

هارون باچا بي بي سي سره په خبرو کې وویل چې له دې کاره يې موخه د هنر له لارې ټولنې ته خدمت او د یوه ښه پېغام رسول دي. پاچا په دې زمزمې کې له خلکو غوښتي چې روغتیايي لارې چارې په پام کې ونیسي او په کور پاتې شي:

زما کرار، زما ټکور کېنه،

یه مې د دواړو سترګو تور، کېنه

لارې کوڅې د کرونو ډکې دي،

زما لاليه پخپل کور کېنه

مخ ته دې واچوه یو ماسک د دعا

په جاینماز د خپلې مور کېنه

په خاموشۍ کې به زړه نه تنګوې

درله به زر راوړمه شور، کېنه

د چین ماچين ښکلي يې رېز مارېز کړل

تا رانه یونسي تر ګور، کېنه

تر ښاغلي پاچا ها خوا ځینو نورو هنرمندانو هم له کورونا وېروس د ځان ژغورلو په موخه سندرې یا زمزمې کړې دي، لکه ښاپېرۍ نغمې، فرهاد دریا، ګودر ځاځي او یو شمېر نورو...

نه درځم نه به راځې، کورونا لرې خوږې:

په پښتو ادب کې چې د لنډیو خبره هېره شي نو لکه له ټوکو ټکالو چې ملا نصرالدین وباسې، داسې ايسي. کورونا وېروس لنډۍ هم روغې نه دي پرېښې؛ دا لنډۍ به مو اورېدلې وي:

مينه په تلو راتلو زیاتېږي،

کله راځه، کله به زه درځم ميئنه

خو د کورونا وېروس له خپرېدو وروسته ځينو داسې اړولې ده:

کورونا په تلو راتلو زیاتېږي

شيرينه یاره مه راځه نه به درځمه

په دې لنډۍ کې بیا پر کورونا وېروس اخته کسانو سره د خلکو پر چلند طنز شوی چې لرې ترې ګرځي:

په کورونا مرض اخته شې

چې ټول دې پرېږدي، زه دې غېږ کې ونيسمه

او په یو دوو نورو لنډيو کې بیا د کورونا وېروس له کبله رامنځ ته شوي بېلا بېل حالات داسې بیان شوي دي:

د کورونا ظالم د لاسه

د مکتبونو دروازې تړلې دینه

د کورنا ظالم د لاسه

زه اوس بازار ته له دستکشو سره ځمه

د کورونا وېروس د کوېډ-۱۹ ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي لپاره د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې خلکو ځانونه قرنطين کړي دي.

نو مالومه خبره ده چې په څلورو دېوالونو کې زنداني زړونه هوا او ساعت تېری غواړي، کنه نو په زړه تنګۍ کې یوه شېبه هم کال شي.

ځينې شوخ مزاجه او د ټوکي طبعيت لرونکي کسان په ټوکو ټکالو او خوشالیو د خپلې کورنۍ غړي او ملګري خوشاله ساتي.

خواله رسنیو له یوه بله د لرې شویو دوستانو تر منځ اړيکې هماغسې جوړې ساتلې دي. پر فېسبوک، ټوېټر، وټس اپ او نورو خواله رسنیو يې ګروپونه او بنډارونه جوړ دي.

دا سندره به مو د ښاپېرۍ نغمې او ځینو نورو سندرغاړو له خولې اورېدلې وي، چې وايي:

نه درځم، نه به راځې

ما خو نن وپېژندې

کاش چې نه مې وای اشنا

بې وفا يې بې وفا

د قرنطين پر مهال پر ټوېټر ځينو پښتنو په ځانګړي ډول نجونو په دې پسې نورې غاړې ورجوړې کړې او د کاکړيو دا بڼه يې شوخ مزاجه کړې ده.

افغان لیکوالې او شاعرې شفيقې خپلواک څو نورې غاړې هم ورزیاتې کړې دي:

نه درځم، نه به راځې

کورونا لرې خوږې

ما خو نن وپېژندې

په روغتون به ګرځېدې...

د کورونا نښې نښانۍ -چې وچ ټوخی او سره تبه ښودل شوې- هغه يې په دوو نورو غاړو کې داسې رانغاړلې دي:

څومره ډېره ټوخېدې

له سرې تبې مړ کېدې

نږدې نه درتلم له ډاره

خو په زړه مې ورېدې

او په ټوکو کې يې يوه چې مشهوره ده هغه پخپله د کورونا نوم دی. ځينو د کورونا پر ځای 'کورولا' تلفظ کوله چې يو ډول ګاډي یا موټر دي.

پر ټېک ټاک دا ټوکه ګڼو پښتنو تمثیل کړې. د ډاکټر په کالیو کې يو تن، یو بل کس پوښتي چې "ماما! کورونا خو به نه لرې؟"

هغه ورته وایي چې "نه، یوه کرولا مې لرله، هغه مې خرڅه کړه".