تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
طالبان: امریکا دې له هوکړې سرغړونې بندې کړي، که نه جګړه به سخته شي
افغان طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، امریکا له هغې هوکړې څو خله سرغړونه کړې چې د دواړو لوریو ترمنځ د فبرورۍ په ۲۹مه نېټه په دوحه کې لاسلیک شوې وه. دې ډلې خبرداری ورکړی چې که امریکا او ملاتړي یې پر طالبانونه بریدونه بند نه کړي نو دوی به ځواب ویلو ته اړ شي او جګړه به زور واخلي.
طالبانو نن یکشنبه په یوه مفصله اعلامیه کې ویلي، امریکایي او افغان ځواکونه لا هم په داسې سیمو کې پر طالبانو بمبار او چاپې وهي چې هلته فعاله جګړه نشته.
طالبان ادعا کوي چې کورنیو او بهرنیو ځواکونو پر ملکي سیمو هم بې مورده بمبارۍ کړې دي. یادې ډلې همدا راز د خپلو پنځه زره بندیانو تر اوسه نه خلاصېدل هم د امریکا له لوري له خپلمنځي هوکړې سرغړونه بللې.
طالبان په داسې وخت کې دا اعلامیه خپروي چې ناټو، امریکا او افغان حکومت پخپله پر طالبانو د تاوتریخوالي د ډېرولو تور لګوي.
خو طالبانو خپله اعلامیه کې ویلي چې دوی په لویو ښارونو کې او د افغان امنیتي ځواکونو پر لویو مرکزونو خپل بریدونه کم کړي، سره له دې چې امریکا سره د شوې هوکړې له مخې دې کار ته اړ نه دي.
د اعلامیې په پای کې طالبانو خبرداری ورکړی چې امریکا او د هغوی ملاتړي، چې اشاره یې افغان حکومت ته ده، باید پر شوې هوکړه عمل وکړي.
طالبان وایي، که روان وضعیت دوام وکړي نو دا به نه یوازې له امریکا سره شوې هوکړې ته زیان ورسوي، بلکې طالبان به اړ شي چې د دې بریدونو ځواب ووایي، او له دې سره به د جګړې کچه لوړه شي.
له دې اعلامیې څو ساعته وړاندې طالبانو په یوه جلا خبرپاڼه کې ادعا کړې وه چې امریکایي او افغان ځواکونو د روزګان ولایت په خاص روزګان ولسوالۍ کې د یو ولسي کس به کور بمبار کړی او ۵ ښځې او ۲ ماشومان یې وژلي دي.
خو د روزګان ولایتي چارواکي وایي، دغه برید کې ۸ تنه وسله والو وژل شودي. ځایي خلک بیا وایي چې برید د سیمې د یو اوسېددونکي پر کور شوی دی.
امریکا او یا هم افغان حکومت تر دې دمه د طالبانو اعلامیې او یا هم په روزګان کې د ادعا شوي برید په اړه څه نه دي ویلي.
خو له امریکا سره د خپلمنځي هوکړې راهیسې دا لومړی ځل دی چې طالبان په زغرده پر مقابلي لوري له هوکړې د سرغړونې تور لګوي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو یو درې کسیز پلاوی له تېرو څو ورځو راهیسې په کابل کې له افغان چارواکو سره د بندیانو د تبادلې پر موضوع خبرې کوي.
افغان حکومت له دې وړاندې د طالب بندیانو د خلاصون لپاره څو نېټې اعلان کړې وې، خو هر ځل دا چاره ځنډېدلې او تر اوسه د بندیانو د تبادلې بهیر نه دی پیل شوی.
افغان حکومت وایي، دوی په دې چاره کې له دقته کار اخلي او دا تضمین غواړي چې خوشي کېدونکي طالبان بېرته د جګړې ډګر ته نه ستنېږي.
بل لور ته امریکایي چارواکو بیا بیا ټینګار کړی دی چې د بندیانو د خلاصون وخت را رسېدلی او افغان حکومت او طالبان دې دا چاره پیل او خپلمنځي خبرو ته سره کېني.