تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عبدالله: د ټاکنیز کړکېچ په تړاو د جوړ جاړي لپاره هڅې روانې دي
د افغان حکومت اجرائیه مشر او په ټاکنو کې د ولسمشر غني سیال عبدالله عبدالله وايي لا هم هیله من دی چې له ټاکنو را ټوکېدلی کړکېچ هوار شي او پر همدې بنسټ له ولسمشر محمد اشرف غني سره د ګډ کار امکان نه ردوي.
ښاغلي عبدالله چې ځايي تلویزیوني چینل طلوع نیـوز سره یې خبرې کولې وویل: "لا هم د دې کړکېچ حل لپاره هیلې لرو. "
له ولسمشر غنی سره د جوړ جاړي او په حکومت کې ګډ کار کولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي عبدالله وویل:"که داسې لار پيدا شي چې خلکو ته هیلي پيدا کوي او خـــلک پوه شي چې غـــږ یې اوریدل کیږي نو دا لاره غوره ده. "
د همدې پوښتنې لپاره د یوه ښکاره ځواب تر لاسه کولو لپاره د خبریال د بیا، بیا پوښتنې په ځواب کې عبدالله عبدالله وویل: " سبا ته غواړو چې له طالبانو سره هم کار وکړو ، هر څوک چې د طالبانو مشر وي له هغه سره کار وکړو. "
اجرائیه مشر وویل، د ولسمشر غني په څېر دی هم لوړې مراسمو لپاره چمتووالی لري خو که د حل لارې موندل او د منځګړیتوب لپاره روانې هڅې وخت ته اړتیا لري نو غوښتنه یې داده چې ولسمشرغني دې د لوړې مراسم چې ټاکل شوې راتلونکې دوشنبه ترسره شي وځنډوي.
ښاغلي عبدالله وویل پخوانی ولسمشر حامد کرزی او جهادي مشر عبد رب الرسول سیاف د منځګړیتوب لپاره رامخې ته شوي او وړاندیز یې کړی چې دواړه لورې دي پلاوی وټاکي، " پلاوی ټاکل شوی، یوه ناسته یې کړې او ښايي بیا هم سره وګوري. "
د ملي یووالي حکومت د دوام په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي عبدالله وویل: " هره حل لاره چې هوکړه پرې وشي د لوړې له دوه مراسمو غوره ده. "
خو د نوموړي ټینګار پر دې و چې د ټاکنیز بحران دواړه خواوې یانی دی او ولسمشر غني باید له تدبیره او حکمته کار واخلي، راتلونکې ته وګوري او له یو څه باید تېر شي.
د افغانانو خپلمنځي خبرو له پیل وړاندې د پنځه زره طالب زندانیانو د خوشي کولو په اړه یوې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي عبدالله وویل، که دا زندانیان خوشې کیږي نو باید د سولې د یوه تړون په اډانه کې خوشې شي او دا ډاډ باید وي چې خوشې شوي کسان بیا د جګړې میدان نه ورګرځي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د (سلواغه ۲۹/فبرورۍ ۱۸) محمد اشرف غني د ۲۰۱۹ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د ۵۰ اعشاریه ۶۴ سلنه یا ۹۲۳۵۹۲ رایې اخېستو بریالی اعلان کړ.
د دې پایلې له مخې عبدالله عبدالله د ۳۹ اعشاریه ۵۲ سلنه یا (۷۲۰۸۴۱) رایې ګټلي دي. خو عبدالله دا پایلې ونه منلې او خپل ځان یې بریالی اعلان او د خپل حکومت د جوړولو هوډ یې څرګند کړ.