ډونلډ ټرمپ په ناڅاپي سفر کابل ته ولاړ او بګرام کې یې ولسمشر غني سره وکتل

TRUMP GHANI

د عکس سرچینه، SEDIQI TWITTER

د عکس تشریح، ولسمشر ټرمپ په بګرام کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي دي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پنجشنبه ماسخوتن ناوخته په یوه ناڅاپي او نا اعلان شوي سفر کابل ته څېرمه پروان ولایت ته رسېدلی. نوموړي په بګرام هوايي ډګر کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره کتلي او هلته مېشتو امریکایي پوځيانو ته یې هم وینا کړې ده. دا افغانستان ته د ولسمشر ټرمپ لومړنی سفر دی.

سپینې ماڼۍ ویلي دي چې ولسمشر ټرمپ په بګرام هوایي ډګر کې له مېشتو امریکایي پوځیانو سره د (شکرانې) په مذهبي مراسمو کې ګډون کړی دی او کابو دوه ساعته یې هلته تېر کړي دي.

ښاغلي ټرمپ په بګرام هوایي ډګر کې د وینا پر مهال یو ځل بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کې به د امریکایي پوځیانو شمېر را کموي، خو دا یې ونه ویل چې څومره پوځیان به وباسي او څومره به هلته پرېږدي.

نوموړي وویل، طالبان غواړي چې یوې هوکړې ته ورسېږي. اوس به ګورو چې ایا کومه هوکړه کېږي او که نه. که هوکړه ونشي نو هم کومه ستونزه نشته.

د ولسمشر ټرمپ له دې څرګندونو یوازې څو ساعته مخکې د امریکا د وسله والو ځواکونو عمومي مشر جنرال مایک مایلي هم له طالبانو سره د سولې د یوې احتمالي هوکړې خبره کړې وه.

غني

د عکس سرچینه، ARG

د عکس تشریح، افغان ولسمشر محمد اشرف غني هم په بګرام هوایي ډګر کې پوځیانو ته وینا وکړه

د ارګ په اعلامیه کې راغلي، دواړو مشرانو ټینګار وکړ چې که طالبان رښتیا هم د سولې هوکړې ته ژمن دي نو لومړی باید اوربند وکړي. دوی دواړو همدا راز ویلي، په افغانستان کې د تلپاتې سولې لپاره اړینه ده چې له دې هېواده بهر هم د ترهګرو ځالې له منځه یوړل شوي.

اعلامیه زیاتوي چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په ننګرهار ولایت کې د داعش ډلې پر ضد د افغان ځواکونو لاسته راوړنې وستایلې او هلته یې د داعش په ځپلو ولسمشر غني ته مبارکي ورکړه.

ولسمشر ټرمپ خپل افغان سیال محمد اشرف غني نه هم غوښتنه وکړه چې وینا وکړي. ښاغلي غني په خپلو خبرو کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قربانیو مننه وکړه.

د امریکا ولسمشر په داسې حال کې افغانستان ته ناڅاپي سفر کوي چې په تېره سپتمبر میاشت کې یې له افغان طالبانو سره د سولې روانې خبرې په ناڅاپي توګه ودرولې.

امریکايي سرچینې په دې باور دي چې اسټرالیايی استاد کوین کینګ او امریکايی همکار یې ټیموتي ویکس د حقاني شبکې له لوري برمته شوي وو.

د عکس سرچینه، TLIBAN SORCE

د عکس تشریح، امریکايي سرچینې په دې باور دي چې اسټرالیايی استاد کوین کینګ او امریکايی همکار یې ټیموتي ویکس د حقاني شبکې له لوري برمته شوي وو.

خو تېره اوونۍ د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ د یو شمېر مهمو بندیانو له تبادلې وروسته اوس داسې ښکاري چې د سولې خبرې ښایي یو ځل بیا پیل شي.

په دې تبادله کې افغان حکومت د انس حقاني په ګډون درې تنه طالبان له خپله بنده ازاد کړل. په بدل کې یې طالبانو په کابل کې د امریکایي پوهنتون دوه تنه بهرني استادان خوشي کړل.

ولسمشر ټرمب وروسته د بندیانو د دې تبادلې له کبله د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان مننه کړې وه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني هغه مهال ویلي وو، د طالب زندانیانو خوشي کول اسانه پرېکړه نه وه، خو په افغانستان کې د سولې او ثبات او همدا راز له طالبانو سره د سولې خبرو بېرته پیلېدو په نیت یې دا پرېکړه وکړه.