نړیوالې جنایي محکمې پر برتانوي ځواکونو د جنګي جرمونو تورونه جدي بللي

د بي بي سي د یوه پروګرام لخوا د برتانوي ځواکونو د جنګي جایتونو په اړه د شواهدو موندلو وروسته نړیوالې جنايي محکمې ویلي، کېدای شي د دې ځواکونو پروړاندې د جنګي جنایت دوسیه پرانیزي.

د بي بي‌ سي پانوراما خپرونې د دې خبرې ثبوتونه پیدا کړي چې د برتانیا دولت په عراق او افغانستان کې د برتانوي ځواکونو له خوا د ولسي خلکو پر وژنه پرده اچولې.

نړیوالې جنايي محکمې ویلي، دغه موندنې به ډېرې جدي ونیسي. د برتانیا د دفاع چارو وزارت دغه ادعاوې بې بنسټه بللې دي.

دې وزارت ویلي، په دې برخه کې یې له نړیوالې محکمې سره بشپړه همکاري کړې او په دې برخه کې د محکمې لخوا د لا نورې مداخلې لپاره توجیه نه ویني.

د هالنډ په هاګ کې د نړیوالې جنايي محکمې له خوا به دا لومړۍ رسمي څېړنه وي چې د برتانوي وګړو د جنګي جنایتونو په قضیه ترسره کیږي.

ای سي سي ویلي، د بي بي سي موندنې به وارزوي او که باوري شوه چې د برتانیا حکومت خپل ځواکونه له قانوني چلند بچ کړي دي، د دې کار پروړاندې به دوسیه پرانیځي.

محکمې وړاندې فیصله کړې وه چې داسې باوري شواهد یې لرل چې برتانوي ځواکونو په عراق کې جنګي جنایتونه کړي دي.

په دې ډله کې ډېر جرمونه له زندانیانو سره د دغو ځواکونو ناوړه چلند بلل شوی وو.

یوه بېلګه یې په بصره کې د هوټل کارکوونکی بها موسی و چې په ۲۰۰۳ کال کې د برتانوي ځواکونو په زندان کې له شکنجې او وهلو وروسته مړ شوی و.

دا پېښه په دې برخه کې د څېړنې لامل شوه او له امله یې یو برتانوي ستریری محاکمه شو.

پانوراما له سنډې ټایمز سره په ګډه د برتانوي ځواکونو په زندانونو کې د زندانیانو د وژل کېدو په اړه تازه معلومات خپاره کړي.

د عراق د تاریخي ادعاو ډله (IHAT) چې عراق کې د برتانوي ځواکونو "جنګي جنایتونه" څېړي، وايي، داسې شواهد یې موندلي چې ښيي په بصره کې د کمپ سټېفن په نوم د برتانوي ځواکونو په پوځي مرکز کې د موسی له وژل کېدو درې میاشتې مخکې په پراخه کچه ناوړه چلند شوی دی.

دغې ډلې موندلي چې په ۲۰۰۳ کال په دغه کمپ کې دوه کسان له یو بل په یوه اونۍ توپیر وژل شوي و. د دفاع وزارت منلې وه چې دغه دواړه کسان بېګناه وو.

ای اېچ ای ټي د برتانوي ځواکونو او د پوځي چارواکو اعلامیې راټولې کړې چې ښيي څنګه دغه دوه کسان له مړینې مخکې ځورول شوي.

روان دوبی برتانوي نظامي څارنوالانو پرېکړه کړې وه چې هېڅ یو سرتیری د دغو دوه کسانو د مړینې په اړه محاکمه نه شي.

کله چې د پانوراما شواهد د څارنوالۍ پخواني مشر لارډ مکډونلډ ته وښودل شول، هغه وویل، فکر کوي دا د "حیرانتیا" خبره وه چې په دې تړاو هېڅوک نه دي محاکمه شوي.

"فکر کوم پایله ښيي چې دا قضیه روښانه شي، چې د دوی له مړینې وړاندې دغه دوه کسانو سره فزیکي تاوتریخوالی شوی وي."

افغانستان کې د جنگي جنايتونو د تورونو د پلټنې لپاره د نارتموور عملياتو په نامه يوه ډله په ٢٠١٤ م کال کې جوړه شوه.

دغې ډلې د ٢٥ ناقانونو وژنو پېښې وارزولې، خو وړاندې له دې چې د پېښو ان له يوه افغان شاهد سره د خبرو موقع ومومي، حکومت يې د ړنگېدا اعلان وکړ.

د دغې پلټونکې ډلې يوۀ غړي ويلي، نظر يې دا دى چې د دغو قربانيانو هر يوۀ د سمې ارزونې حق درلود او قانوني بهير بشپړ شوى واى.

خو د برتانيا دفاع وزير د جرمونو د پټولو ادعا رد کړې او وايي، عمليات له قوانينو سره سم ترسره شوي او د ادعاوې پراخه پلټنه شوې.

د بي بي سي پلټونکې ډلې د جنگي جنايتونو ځينې ادعاوې بيا ارزولې.

يوه پېښه چې د عراق د جنگي جنايتونو د تورونو پلټونکې ډلې پلټلې وه، د يوه عراقي پوليس افسر وه چې ادعا له مخې يوه برتانوي سرتېري په ٢٠٠٣ کال په بصره کې د گزمې پر مهال وژلى و.

په ٢٤ ساعتونو کې د پوځ پلټنو موندلې وه چې گواکې عراقي پوليس لومړى ډزې کړې او برتانوي سرتېري په دفاعي اقدام کې وژلى دى. دا موندنې د يوۀ بل برتانيوي سرتېري پر شاهدۍ ولاړې وې.

خو له ٨٠ برتانوي سرتېرو سره له مرکو وروسته د عراق د تاريخي تورونو پلټنې ټيم موندنې بيا بېلې وې او د دغه سرتېري د محاکمې او د پېښې د پټولو په تور د رپوټ د چمتو کوونکي افسر د رسمي تورنولو لارښوونه يې وکړه، خو پوځي څارنوالانو څوک محاکمه کړي نه دي.

د برتانيا د دفاع وزارت يوۀ وياند بي بي سي ته ويلي، پر دغو دوسيو له جدي غور وروسته د پوځي څارنوالۍ خپلواکې ادارې د نه محاکمې پرېکړه کړې.