سامسنګ نوی قاتېدونکی موبایل نندارې ته وړاندې کړ

Samsung Galaxy Fold

سامسنګ د ځیرکو موبایلونو جوړوونکي شرکت خپل نوی قاتېدونکی ځېرک موبایل نندارې ته وړاندې کړ.

دغه شرکت ویلي، دا ډول يې تر پخوانیو هڅو ډېر بریالی دی. دغه شرکت خپلې نوې ځیرکې سترګۍ هم نندارې ته وړاندې کړې چې وايي، سترګو ته د زیان اوښتو مخه نیسي او د مغز د تمرکز اندازه هم لوړوي.

په ډېسمبر کې به په نژدې شاوخوا شپږ نيم سوه ډالره قېمت بازار ته وځي.

اپل، هوواوې او ګوګل درې واړو وېلي چې نوي ټیلیفونونه به يې په تیاره کې ډېر ښه تصویرونه اخلي. دا درې واړه په تیاره کې د عکس اخېستو خپلې ځانګړنې لري.

د بي بي سي د ټکنالوژۍ برخې خبریال کرېس فاکس د اپل ایفون ۱۱ پرو، د هوواوې مېټ ۳۰ پرو او د ګوګل پېکسل څلور ازمویلي او په زړه پورې پایلو ته رسېدلی.

د ویډیو تشریح، نوي ټیلیفونونه؛ په تیاره کې به کوم یو ښه تصویرونه واخلي؟

له دې پخوا د روان کال په نهم د اګسټ میاشتې دې کمپنۍ د ځیرک قلم درلودونکي ګلکسي "نوډ ۱۰" او "نوډ ۱۰" پلس دوه ډوله موبایلونه چې یو یې ۶،۸ او بل یې ۶،۳ انچه ښيښې لري، بازار ته وړاندې کړي وو.

دې موبایلونو د ویډیو اخېستو پر وخت دا وړتیا لرله چې د کرکټر شالید بلر یا خړ کړي.

دغه څېرک ټیلېفون همدا راز کولی شي په لاس کمزوري لیکل په مناسب متن بدل کړي. څومره چې تاسې فلم اخېستو پرمهال زوم کوئ همدومره نژدې غږ اخلي.

د دې ټیلیفون بله ځانګړنه دا ده چې قلم یې د ریموټ کنټرول په توګه هم کارېدای شي.

کمره یې هم د بېلابېلو ځانګړو کارونو او فوکس وړتیا لري. مایک یې هم کوای شي ليرې غږ ثبت کړي.

د ګلکسي نوټ یوه ځانګړنه چې ډېری خلک یې پېري، اېس پېن یا ځانګړی ځیرک قلم یې دی چې کاروونکي ته د چټک کارولو امکان برابروي.

ځینې وخت د ځیرکو ټیلیفونونو نوي ماډلونه ځینو ته سرخوږی هم جوړوي.

د روان کال په نهم د اګسټ میاشتې دې کمپنۍ د ځیرک قلم درلودونکي ګلکسي "نوډ ۱۰" او "نوډ ۱۰" پلس دوه ډوله موبایلونه چې یو یې ۶،۸ او بل یې ۶،۳ انچه ښيښې لري، بازار ته وړاندې کړي وو.

د عکس سرچینه، SAMSUNG

د عکس تشریح، د روان کال په نهم د اګسټ میاشتې دې کمپنۍ د ځیرک قلم درلودونکي ګلکسي "نوډ ۱۰" او "نوډ ۱۰" پلس دوه ډوله موبایلونه چې یو یې ۶،۸ او بل یې ۶،۳ انچه ښيښې لري، بازار ته وړاندې کړي وو.

شاوخوا درې کاله وړاندې امریکا کې د ټېلیفوني خدمتونو وړاندې کوونکو شرکتونو بېټرۍ کې د ستونزې له امله د ګلکسي نوډ ۷ ځیرکو ټېلیفونونو وړاندې کول ودرول.

همدا راز د سوېلي کوریا رسنیو ویلي و چې د سامسنګ شرکت د خپلو دغو موبایل ټېلیفونونو تولید بند کړی و.

د دغو راپورونو تر خپرېدو وروسته د آسیا په بازارونو کې د سامسنګ شرکت ونډې څلور سلنه ولوېدې.

سامسنګ هغه مهال د ګلکسي نوډ ۷ موبایلونو لرونکو ته وویل چې کولی شي د تخنیکي ستونزو رفع کولو لپاره چې ښایي د احتمالي اور اخېستنې لامل شي، خپل ټېلیفونه بېرته ور وګرځوي.