کرېکټ: افغان الف لوبډلې بنګله دېش ته دویمه ماتې ورکړه

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې نن یکشنبه د کوربه هېواد بنګله دېش الف لوبډلې ته په دویمه پنځوس اوریزه لوبه کې په څلور وېکټو ماتې ورکړه. د افغانستان لپاره ابراهیم ځدراڼ ۱۲۷ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو. افغانستان لومړۍ لوبه هم په لسو وېکټو ګټلې وه.

د لوبې پچه افغانستان وګټله او بنګله دېش ته یې د منډو جوړولو بلنه ورکړه. بنګله دېش په خپلو ۵۰ اورونو کې په ۹ وېکټو ۲۷۸ مندې جوړې کړې.

محمد مېتون تر ټولو ډېرې ۸۵ منډې وکړې، او محمد نعیم هم ۴۹ منډې جوړې کړې. د افغانستان لپاره فضل نیازي او کریم جنت هر یوه درې-درې وېکټې واخیستې.

په ځواب کې د افغانستان لپاره یو ځل بیا رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ لوبه پیل کړه.

ګربز له چټکو ۲۱ منډو جوړولو وروسته وسوځېد، خو ملګری یې ابراهیم ځدراڼ تر وروستیو اورونو پر وېکټه پاټې شو او ۱۲۷ منډې یې جوړې کړې.

شرف الدین اشرف هم په پای کې د افغانستان لپاره په ۱۷ توپونو ۳۶ مندې وکړې او افغانستان یې هدف ته ورساوه.

په پای کې افغانستان په وروستي اوور کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو سره ټاکل شوی هدف ترلاسه کړ او لوبه یې په څلور وېکټو وګټله.

یاده دې وي چې افغانستان د دې لړۍ په لومړۍ لوبه کې هم بنګله دېش ته لسو وېکټو لویه ماتې ورکړې وه.

ابراهیم ځدراڼ په تېره لوبه کې هم ښه ځلېدلی و او ۸۶ منډې یې کړې وې، او په نننۍ لوبه کې هم د خپلو ۱۲۷ منډو لپاره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

په دې لړۍ کې به دواړه هېوادونه ټولټال ۵ یو ورځنۍ لوبې کوي، چې دریمه هغه به یې د جولای پر ۲۴مه نېټه وشي.

د افغانستان الف لوبډلې په دې دوره کې د دوو څلور ورځنیو لوبو لړۍ هم له بنګله دېشه ګټلې ده.