کرېکټ: د افغانستان الف لوبډله د سیالیو لپاره بنګله دېش ته ولاړه

د افغانستان د کرېکټ الف لوبډله له بنګله دېش سره د ۲ څلور ورځنیو او ۵ یو ورځنیو لوبو لپاره نن دوشنبه بنګله دېش هېواد ته روانه شوه. د بنګله دېش پر وړاندې د الف لوبډلې لوبې د جولای میاشتې په پنځمه نيټه پيليږي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ چارواکي وایي، د الف لوبډلې د غوراوي لپاره یې له څه مودې راهیسې یو لړ پروګرامونه پیل کړي وو چې پر بنسټ یې دا لوبډله غوره شوې ده.

په دې تړاو د کرېکټ بورډ په اعلامیه کې راغلي چې د لوبغاړو د غوراوي په لړ کې له دوی د "یو-یو" ټېسټ یا ازموینه هم اخیستل شوې ده.

د دې ټېسټ موخه د لوبغاړو فټنس، چټکه منډه، ساه یا سټمېنا او نور فزیکي او روغتیایي اړخونه مالومول دي. د کرېکټ بورډ چارواکي وایي د الف لوبډلې ځینې مهم لوبغاړي په دې ازموینه کې پاتې راغلي دي او پر ځای یې نور ځوانان لوبډله کې اخیستل شوي دي.

د نړۍ ډېر هېوادونه د ملي لوبډلو لپاره د همدې ټېسټ یا ازموینې پر بنسټ لوبغاړي غوره کوي.

په افغانستان کې د دې ټېسټ یا ازموینې د کارولو یوه موخه ښایي دا هم وي چې د کرېکټ نړیوال جام په سیالیو کې د افغان ملي لوبډلې پر فټنس سختې نیوکې شوې دي او څو لوبغاړي د بېلابېلو ټپونو له کبله یا له سیالیو بهر شوي او یا هم ځینو لوبو ته چمتو نه وو.

په دوی کې شهزاد محمدي، حمین حسن او دولت ځدراڼ د یادولو وړ دي.

د ۲ څلور ورځنیو لوبو لپاره د افغانستان الف لوبغاړو په ډله کې عثمان غني، ابراهیم ځدراڼ، بهیرشاه محبوب، ناصرجمال، افسرځاځی، شرف الدین اشرف، قیس احمد، یمین احمدزی، درویش رسولي، نوین الحق، ضیاءالرحمن اکبر، رحمن الله ګربز، وقارالله اسحاقزی، فضل نیازی، سعید احمد شېرزاد او شاهدالله کمال شامل دي.

همدارنګه د یو ورځنیو لوبو لپاره بیا عثمان غني، ابراهیم ځدراڼ، رحمان الله ګربز، دروېش رسولي، شاهدکمال، فضل نیازی، شرف الدین اشرف، قیس احمد، نوین الحق، سعید شیرزاد، فرید ملک، ضیاءالرحمن اکبر، منیر احمد، کریم جنت، میرویس اشرف او ناصرجمال په لوبډله کې اخیستل شوي دي.

د افغان کرېکټ الف لوبډله په داسې حال کې اعلانېږي چې د نړیوال جام په روانو سیالیو کې ملي لوبډله ښه نه ده ځلېدلې او تر دې دمه یې خپلې ټولنې ۸ لوبې بایللې دي.

ډېری شنونکي او مینه وال په دې باور دي چې له دې نړیوال جام وروسته د افغانستان کرېکټ بورډ باید پر نویو او ځوانو لوبغاړو پانګونه وکړي چې راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره یوه ځوانه او تکړه لوبډله برابره کړي.