تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
کرېکټ: افغانستان الف لوبډلې بنګله دېش ته په لس وېکټو ماتې ورکړه
د افغانستان د کرېکټ الف لوبډلې نن جمعه په خپله لومړۍ پنځوس اوریزه لوبه کې د کوربه هېواد بنګله دېش الف لوبډلې ته په لس وېکټو ماتې ورکړه. رحمان الله ګربز نن لوبه کې د افغانستان لپاره ۱۰۵ منډې وکړې او د لوبې غوره لوبغاړی شو.
د افغانستان او بنګله دېش الف لوبډلې به په دې لړۍ کې پنځه یو ورځنۍ لوبې کوي. دویمه لوبه یکشنبه د جولای پر ۲۱مه نېټه ترسره کېږي.
نننۍ لوبه په چټوګرام ښار کې وشوه او پچه یې بنګله دېش وګټله. کوربه هېواد د توپوهنې پرېکړه وکړه او په خپلو ۵۰ اورونو کې یې په ۸ وېکټو ۲۰۱ منډې وکړې.
د بنګله دېش لپاره عفیف حسین تر ټولو ډېرې ۵۹ او فرهار رضا ۳۰ منډې جوړې کړې. د افغانستان لپاره نوین الحق او کریم جنت دوه دوه وېکټې واخیستې.
په ځواب کې د افغانستان لپاره رحمان الله ګربز او ابراهیم ځدراڼ لوبه پیل کړه. دواړه اوپنران ښه وځلېدل او تر پایه پر وېکټه پاتې شول. رحمان الله ګربز ۱۰۵ او ابراهیم ځدراڼ ۸۶ منډې وکړې.
په پای کې افغانستان د ۲۰۲ منډو هدف په ۴۴م اوور کې په داسې حال کې پوره کړ چې هېڅ کوم لوبغاړی یې نه و سوځېدلی.
د نننۍ لوبې لپاره په دواړه لوبډلو کې یو شمېر هغه لوبغاړي هم اخیستل شوي وو چې په خپلو ملي لوبډلو کې هم لوبېدلي دي.
په افغان لوبډله کې تېز بالر سید شېرزاد هم نن لوبه وکړه، چې په نړیوال جام کې هم د افغانستان لپاره ولوبېد.
همدا راز د بنګله دېش الف لوبډله کې امرول قیس او مهدي حسن دواړه په نړیوال جام سیالیو کې د خپل هېواد لپاره ولوبېدل.
د افغانستان الف لوبډلې تر دې وړاندې د دوه څلور ورځنیو لوبو لړۍ هم له بنګله دېشه ګټلې وه. لومړۍ لوبه افغانستان ګټلې وه او دویمه هغه د باران له کبله مساوي ختمه شوه.