افغان کرېکټ بورډ د ځینو مهمو چارواکو دندې وځنډولې

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ بورډ پرون شنبه د جولای پر شپږمه نېټه د بورډ په کلنۍ غونډه کې اعلان وکړ چې د اجرائیه رئیس اسدالله خان، د ملي لوبډلې د مدیر یا منېجر نوید صایم او د غوراوي د کومیټې د پخواني مشر دولت احمدزي دندې یې په موقت ډول ځنډولې دي.
د کرېکټ بورډ په اعلامیه کې راغلي دي چې د دې درې چارواکو "د کارونو د ارزونې لپاره " یوه درې کسیزه کومیټه جوړه شوې ده او دا کومیټه به په دوه اوونیو کې خپل رپوټ د کرېکټ بورډ راتلونکې ناسته کې وړاندې کړي.
په دغه درې کسیزه کومیټه کې د افغانستان د کرېکټ بورډ پخوانی مشر عاطف مشعل، د افغانستان د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا پخوانی مشر ضیاالحق امرخېل او فریدون الهام شامل دي.
سره له دې چې کرېکټ بورډ وایي د دې درېیو چارواکو د کار په اړه به پلټنې کېږي او وروسته به حتمي پرېکړه اعلانېږي، خو پرونۍ اعلانیه کې دا هم راغلي چې د جرائیه ریاست د پوست لپاره دې وړ کسان غوښتنلیکون کرېکټ بورډ ته ور ولېږي.

د عکس سرچینه، ACB
په اعلامیه کې راغلي، کرېکټ بورډ به هڅه کوي چې د جولای پر څوارلسمه نېټه د کرېکټ نړیوالې شورا تر غونډې وروسته دوی نوی اجرائیه رئیس وټاکي چې په دې غونډه کې ګډون وکړي.
په دې اعلامیه کې یوه بله ګونګه برخه په لاندې ډول ده:
"تېر کال د افغانستان غوره لیګ کې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د یو شمیر کسانو په اړه ځیني موارد د افغانستان کرکټ بورډ ته ویل شوي و، چی د افغانستان کرکټ بورډ هغو ټکو ته جدي پام وکړ او په اړه یی لازمې پریکړې وکړې او د هغې وروسته د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه وکړه چی د افغانستان غوره لیګ روڼ ا و شفاف ومنل شو او همدا راز یادې څېړنې پای ته رسیدليکال د افغانستان غوره لیګ کې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د یو شمیر کسانو په اړه ځیني موارد د افغانستان کرکټ بورډ ته ویل شوي و، چی د افغانستان کرکټ بورډ هغو ټکو ته جدي پام وکړ او په اړه یی لازمې پریکړې وکړې او د هغې وروسته د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه وکړه چی د افغانستان غوره لیګ روڼ ا و شفاف ومنل شو او همدا راز یادې څېړنې پای ته رسیدليکال د افغانستان غوره لیګ کې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د یو شمیر کسانو په اړه ځیني موارد د افغانستان کرکټ بورډ ته ویل شوي و، چی د افغانستان کرکټ بورډ هغو ټکو ته جدي پام وکړ او په اړه یی لازمې پریکړې وکړې او د هغې وروسته د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه وکړه چی د افغانستان غوره لیګ روڼ ا و شفاف ومنل شو او همدا راز یادې څېړنې پای ته رسیدليکال د افغانستان غوره لیګ کې د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د یو شمیر کسانو په اړه ځیني موارد د افغانستان کرکټ بورډ ته ویل شوي و، چی د افغانستان کرکټ بورډ هغو ټکو ته جدي پام وکړ او په اړه یی لازمې پریکړې وکړې او د هغې وروسته د کرکټ نړیوالې شورا پرېکړه وکړه چی د افغانستان غوره لیګ روڼ ا و شفاف ومنل شو او همدا راز یادې څېړنې پای ته رسیدلي دي ".
کرېکټ بورډ ا سپیناوی نه دی کړی چې د افغانستان د غوره لیګ په اړه د کرېکټ د نړیوالې شورا د کومو کسانو نومونه له دوی سره شریک کړي وو، او په اړه یې څه ډول اندېښنې ښودلې وې.

د عکس سرچینه، ACB
د افغانستان کرېکټ بورډ لخوا دا اعلان پر هماغه ورځ وشو چې د کرېکټ ملي لوبډله په نړیوال جام سیالیو کې له ګډون وروسته کابل ته ستنه شوه.
افغان لوبډلې په نړیوال جام کې خپلې ټولې ۹ وبایللې، خو له لوبو ور هاخوا ځینو نورو رپوټونو او ناندریو ښایي کرېکټ بورډ ته لا ستر سرخوږی جوړ کړی وي.
د بېلګې په توګه کرېکټ بورډ له دویمې لوبې وروسته اعلان وکړ چې وېکټ ساتونکی شهزاد محمدي ټپي دی او نور به نړیوال جام سیالیو کې ګډون نه کوي.
خو شهزا کابل ته له ستنېدو وروسته ادعا وکړه چې ټپ یې دومره ژور نه و چې له نړیوال جام سیالیو ایستل شوی وای، او تور یې پورې کړ چې په ناحقه له ملي لوبډلې بهر شوی دی.
همدا راز له هند سره تر لوبې وروسته کرېکټ بورډ اعلان وکړ چې تېز بالر افتاب عالم یې د انضباطي سرغړونې له کبله بېرته کابل ته استولی دی.
د کرېکټ بورډ مشر عزیزالله فضلي له بي بي سي سره خبرو کې ویلي وو چې افتاب عالم له اجازې پرته له ملي لوبډلې بیل شوی و او لندن ته یې سفر کړی و.










