تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
خلیلزاد: ټول افغانان دې دوحه کې خبرو ته سره کېني
د افغانستان د سولې او پخلاینې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، دی تمه لري او غواړي چې د حکومت او طالبانو په ګډون ټول افغانان دې په دوحه کې سره کېني او د خپل هېواد راتلونکي په اړه دې په ګډه سره یوه پرېکړه وکړي.
نوموړي دا څرګندونې کندهار ته د خپل سفر پر مهال له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې وکړې.
ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه چې په دې خبرو کې باید د ښځو او ځوانانو په ګډون د افغان ټولنې د هرې برخې استازي ګډون ولري.
زلمی خلیلزاد وایي، د سولې د روانو خبرو په لومړیو پنځو پړاوونو کې هغه مسایل مطرح شوي چې طالبانو او د امریکا حکومت پورې اړه لري، خو له دې هاخوا پر نورو مسایلو هر ډول بحث کې باید افغان حکومت موجود وي.
د ښاغلي خلیلزاد په وینا، تر ټولو مهمه دا ده چې د سولې لپاره پر یوه پلان کار وشي. د دې پلان له مخې باید لومړۍ د ښکېلې غاړې یوه سیاسي جوړجاړي ته ورسېږي او اوربند اعلان شي.
هغه زیاته کړه چې امریکا غواړي افغانستان کې د جګړې له ختمېدو وروسته هم له افغانستان سره ښې اړیکې ولري، او چمتو ده چې ګڼو برخو کې همکارۍ ته دوام ورکړي.
له بي بي سي ځانګړې مرکه کې زلمي خلیلزاد وویل، هیله من دی چې په نژدې راتلونکي کې به افغانستان کې جګړه سړه شي او اوربند به اعلان شي.
ښاغلي خلیلزاد زیاته کړه، د ده شخصي هدف دا دی چې په راتلونکي سپتمبر میاشت کې له افغان ولسمشریزو ټاکنو وړاندی دی په خپل ماموریت کې بریالی شي او د سولې روانې خبرې یوه نتیجه ورکړي.
هغه وویل، افغانستان کې سوله د ټولې سیمې په ګټه ده او دی تمه لري چې ګاونډیان به په دې پروسه کې په اخلاص مرسته وکړي.
زلمی خلیلزاد د سولې د خبرو په لړ کې تېره ورځ د شپږم ځل لپاره کابل ته ورسېد او هلته یې د ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون له یو شمېر افغان سیاستوالو سره کتنې وکړې.
نوموړی نن سه شنبه سویلي ولایت کندهار ته ولاړ او هلته یې له یو شمېر قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.
د افغانستان د سولې بهیر کې د زلمي خلیلزاد د رول په اړه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حمد الله محب له ځینو څرګندونو وروسته د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکي یو څه بې خونده شوي دي.
ښاغلي محب تېره میاشت امریکا کې یوې غونډې ته ویلي وو، زلمی خلیلزاد افغانستان کې یوه داسې لنډمهاله اداره رامنځته کول غواړي چې مشري به یې دی پخپله کوي.
سرچینو بي بي سي ته منلې ده چې له دې څرګندونو وروسته امریکایي دیپلوماتانو د افغانستان د ملي امنیت سلاکار سره له مخامخ لیدنې او خبرو ډډه کوي.