پر هټلر 'ګرانه' یهودۍ نجلۍ څوک وه؟

دغه تصویر ته په لومړي ځل کتو سره داسې ښکاري، چې یو مهربان سړی داسې حال کې وینو، چې د یوې ګلالۍ ماشومې پر سر د شفقت لاس تېروي.

خو که ورته ځېر شو، تصویر یو بله کیسه راته کوي. تصویر کې ماشومه یهودۍ روزا بیرنیل نینایو ده او دغه سړی چې وینو اډولف هټلر دی، چې د شپږ میلیونه یهودانو په وژنه کې یې لاس درلود.

اوس ویل کېږي چې د ۱۹۳۳ کال دغه لاسلیک شوی نایاب تصویر په امریکا کې لیلام ته وړاندې کېږي او د الګزانډر تاریخي تصویرونو لیلامۍ اداره اټکل کوي، چې تر ۱۰ زره ډالرو پورې بیه به وکړي.

هټلر به د پروپاګند په هدف له ماشومانو سره معمولاً تصویرونه اخیستل، خو د دې تصویر په تړاو ویل کېږي، چې له ماشومې سره هټلر یو ځانګړی تعلق درلود.

ویل کېږي روزا او مور یې د هټلر کلیزې پر ورځ د هغه له مېشت ځایه بهر له نورو خلکو سره ولاړې وې او پر همدې ورځ د روزا کلیزه هم وه.

د لیلامۍ وېبپاڼې رپوټ کاږي، کله چې هټلر ته دا معلومه شوه، ماشومه او د هغې مور یې ځان ته وروغوښتې او هغه مهال دغه تصویر واخیستل شو.

رپوټ کې راغلي ژر معلومه شوه، چې د روزا انا یهوده وه او له دې کبله د نازي رژیم په اند روزا هم یهوده بلل کېده، خو دې سره هم له هغې سره د هټلر (ملګرتیا) پای ته و نه رسېده او لاسلیک شوی تصویر یې هغې ته واستاوه.

هټلر د تصویر د پاسه لیکلي و:

''ګرانې او مودبې روزا نینایو ته، اډولف هټلر د ۱۹۳۳ کال د جون شپاړلسمه. ''

داسې ښکاري چې پر دغه تور او سپین تصویر وروسته روزا ګلونه او ګلبوټي کښلي دي.

داسې هم ویل کېږي، چې روزا له هغه وروسته تر ۱۹۳۸ کاله پورې ۱۷ ځله هټلر او د هغه سلاکار ویلهیم بروکنر ته لیکونه استولي، خو وروسته د نازي مشر شخصي سکرتر مارتین بورمان روزا او د هغې کونډې مور ته ویلي و، چې له هټلر سره اړیکي پرې کړي.

د عکاس په کتاب کې د روزا او هټلر له یوې بلې زاویې اخیستل شوی عکس هم شته، چې ورسره لیکل شوي دي، تر هغه مهاله پر هټلر ګرانه چې معلومه شوه نګه اریايي نژداه نه ده.

له هغه یو کال وروسته چې بورمان د هټلر او روزا اړیکي پرې کړل، دویمه نړیواله جګړه پیل شوه او شپږ کاله وروسته د دغې جګړې پایله کې شپږ میلیونه یهودان ووژل شول.

روزا هم له دغې جګړې روغه و نه وته او ۱۹۴۳ کال کې له هټلر سره تر لیدو یوه لسیزه وروسته د میونیخ یوه روغتون کې د ګوزڼ له کبله ۱۷ کلنۍ کې ومړه.