تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د هند په پوهنتونونو کې پر فکر بندیز
- Author, شکیل اختر
- دنده, بي بي سي – نوی ډیلی
د هند وتلی تاریخ پوه او لیکوال رام چندر ګوها د ګجرات په احمد اباد پوهنتون کې له درس ورکولو لاس پر شوی.
نوموړي دا پرېکړه له هغه وروسته وکړه چې د سخت دریځه هندوانو محصلینو یوې ټولنې یې په پوهنتون کې د ګومارنې مخالفت وکړ.
د احمد اباد پوهنتون تېره میاشت پروفیسور ګوها د هنرونو او علومو په پوهنځي کې د لکچرر په توګه ګومارلی و.
خو له دې اعلان وروسته د "ABVP" په نامه د ښي اړخه هندو محصلینو ټولنې د هغه پر ضد احتجاجونه پیل کړل.
دې ټولنې د پوهنتون رئیس ته یو غوښتنلیک ورلېږلی، او پکې یې لیکلي چې رام چندر ګوها اکادمیک کس نه، بلکې کمونېست دی.
دوی اندېښنه ښودلې چې که چېرته پروفیسور ګوها دنده پیل کړي نو په احمد اباد پوهنتون کې به هم د "هند ضد" احساسات او مفکورې وده وکړي.
محصلینو په خپل غوښتنلیک کې د پروفیسور ګوها له کتابونو ځینې اقتباسونه هم راخیستي دي.
دوی ادعا کوي چې نوموړي په خپلو لیکنو کې د هندوانو کلتور او تاریخ ته سپکاوی کړی.
د محصلینو تر احتجاج وروسته د احمد اباد پوهنتون چارواکي تر فشار لاندې وو.
دوی دا اندېښنه هم درلوده چې پروفیسور ګوها ښایي په پوهنتون کې خوندي نه وي.
دې وضعیت ته په کتو پروفیسور ګوها پخپله پرېکړه وکړه چې په احمد اباد پوهنتون کې به تدریس نه کوي.
بله خوا په ډيلي پوهنتون کې هم د محصلینو یوې ډلې د ماسټرۍ له کورسه د کنچن الییا د کتابونو د ایستلو غوښتنه کړې.
کنچن الییا د هند یو بل پېژندل شوی مفکر او ادیب دی، او په ذات دلېت دی.
د دې ذات کسانو ته په هندۍ ټولنه کې ځینې وخت په ټیته سترګه کتل کېږي.
محصلین ادعا کوي چې ښاغلي الییا په خپلو درېیو کتابونو کې د هندویزم سپکاوی کړی.
په هند کې د واکمن بي جې پي ګوند د حکومت په موده کې د پوهنتونونو خپلواکي تر ډېره کمه شوې ده.
د هند پر مخکښ او لوی پوهنتون، یعنی جواهر لالنهرو پوهنتون تور دی چې له هند سره دښمني کوي.
د همدا ډول فشارونو له کبله اوس د هند په پوهنتونو کې د بحث او مباحثې او سمینارونو دود هم کم شوی.
پوهنتونونه اوس پر هغو حساسو مسالو یا موضوعاتو بحث یا سمینار نه کوي چې له کبله یې حکومت یا د هندو محصلینو سخت دریځه ډلې را پارېږي.
خو د ښي اړخ سخت دریځه ډلو په دې سیاست کې تر ټولو لوی زیان علم او پوهې او د بیان ازادۍ ته رسېږي.
منځ لاري او معتدله محصلین، استادان، ادیبان او لیکوالان له ډېرې مودې راهیسې د هند د پوهنتونو په چارو کې د حکومت د لاسوهنې مخالفت او د مخنیوي هڅې کوي.
خو د حکومت واک او کنترول ورځ تر بلې ډېرېږي او د هند تعلیمي بنسټونه یې هم تر اغېز لاندې دي.
د یوې ازادې ټولنې او جمهوري نظام لپاره دا یو بد او د خپګان وخت دی.