تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
جاپانی ملیارډر سپوږمۍ ته په چکر ځي
د "سپېس اېکس" فضایي شرکت اعلان کړی دی چې راتلونکو کلونو کې به په لومړي ځل یو سېلانی د چکر لپاره سپوږمۍ ته استوي.
دا بختور کس ۴۲ کلن جاپانی ملیارډر "یوساکو مزاوا"دی.
ټاکل شوې ده چې دا چکري سفر په ۲۰۲۳ کال کې وشي.
د سپېس ایکس شرکت وایي، دا یو مهم ګام دی او هغه خلک چې فضا ته د چکر لپاره تلل غواړي، ښایي دا خوب یې ژر په حقیقت بدل شي.
ښاغلي موازا تېر کال هغه وخت د رسنیو د عامو خلکو پام ځان ته ور واړوه چې د نیویارک ښار په یوه بولۍ کې یې یوه نقاشي په ۱۱۰ ملیونه ډالره واخیسته.
نوموړی د هنرونو مینه وال هم دی، او اعلان یې کړی چې شپږ یا اته هنرمندان به هم ځان سره سپوږمۍ ته په چکر بیایي.
ښاغلي موازا ویلي:
"د دې هنرمندانو دنده به دا وي چې کله له سپوږمۍ نه بېرته ځمکې ته راستانه شي نو هر یو یې باید یوه هنري ټوټه تخلیق کړي. دا شاهکارونه به هغه خلک له وهڅوي چې سپوږمۍ ته د تلو خوب ویني".
تر دې دمه یوازې ۲۴ انسانان سپوږمۍ ته تللي، چې ټول امریکایان دي.
په دوی کې ۱۲ کسان داسې دي چې د سپوږمۍ پر مخ یې قدم ایښی. وروستی ځل په ۱۹۷۲ کال کې انسان د سپوږمۍ پر مخ ګام ایښی و.
خو یوساکو مزاوا به هم پر سپوږمۍ قدم نه ږدي، بلکې په خپله فضایي بېړنۍ یا راکټ کې به ترېنه چارپېره تاوېږي او بېرته به ځمکې ته را ستنېږي.
که څه هم سپوږمۍ ته د ښاغلي مزاوا د لېږلو لپاره ځانګړی راکټ یا سپوږمکۍ تر اوسه نه ده جوړه شوې، خو د سپېس اېکس شرکت یې په اړه ځیني جزیات په ډاګه کړي دي.
ویل کېږي چې دا فضایي راکټ ۱۱۸ متره لوړ دی او ۹ متره قطر لري.