کمانډو ځواکونو د طالبانو له یوه زندان" ۶۱ ملکي کسان" خوشي کړي

ر

د عکس سرچینه، د هلمند رسنیز دفتر

د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر وايي، تېره شپه افغان کمانډو ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې د دغه ولايت په کجکي ولسوالۍ کې ۶۱ ملکي کسان د طالبانو له زندان خوشي کړل.

وسلوالو طالبانو هم پېښه تایید کړې ده.

د هلمند د مطبوعاتي دفتر اعلامیه کې زیاته شوې، چې ټول زندانیان، ۲۱۵ میوند قول اردو ته انتقال شوي دي.

چارواکي وايي، په يادو زندانیانو کې عمر خوړلي او ماشومان هم شته.

"په دې عملیاتو دغه راز ۷ تنه مشکوک کسان هم نيول شوي دي او د ياد زندان دوه ساتونکي د مقامت پر مهال وژل شوي دي".

د وسلوالو طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي هم د افغان کمانډو ځواکونو لاس ته د زندن ور تلل مني.

دی رسنیو ته په استولې اعلامیه کې وايي، په دې محبس کې هیڅ سیاسي بندي نه و.

"د کجکي په سره کاریز سیمه کي د ګډ دښمن عسکرو یو ملکي محبس چي هیڅ سیاسي بندي نه وو پکښې؛ مات کړی او تر۶۰ تنو پوري حقوقي او جنایي بندیان یې له ځان سره وړي".