تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
امریکایي سناتورانو له ولسمشر غني سره ولیدل
د امریکا د سنا د مجلس یوه پلاوي، چې مشري یې سناتورې نانسي پلوسي کوله، د پنجشنبې پر ورځ په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره ولیدل.
د ارګ لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دواړو خواو په افغانستان کې د روانې جګړې، د راتلونکو ټاکنو، اقتصادي ودې، د فساد پر ضد د افغان حکومت مبارزې او ګڼو نورو موضوعاتو خبې وشوې.
د ولسمشر ماڼۍ په خپله اعلامیه کې ویلي چې ولسمشر غني د افغانستان او امریکا پر دوه اړخیزو اړیکو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې د سویلي اسیا لپاره د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نوې ستراتېژۍ تر اعلانېدو وروسته اوس په ماحول کې مثبت بدلون تر سترګو کېږي.
افغان ولسمشر همدا رنګه امریکایي پلاوي ته ډاډ ورکړی چې حکومت یې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو، او همدا رنګه د ولسمشریزو ټاکنو ترسره کولو ته ژمن دی.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په بېلابېلو برخو کې د امریکا د دولت د مرستو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې د همدې مرستو له برکته افغانستان او د امریکا متحده ایالات توانېدلي دي چې خپل ګډ دښمن وځپي.
د امریکایي سناتورانو د پلاوي مشرې نانسي پلوسي هم ویلي چې هېواد به یې تل د افغانستان تر څنګه ولاړ وي.
د نوموړې په وینا، د افغان حکومت د تېرو درېیو کالو لاسته راوړنې هیله بښونکې دي او امریکا به د ترهګرۍ پر ضد په روانه جګړه کې د افغان حکومت ملاتړ کوي.
د ارګ خبرپاڼه زیاتوي چې په دې ناسته کې د سولې پر خبرو او په دې پروسه کې د مېرمنو پر ونډه هم خبرې وشوې.
یاده دې وي چې امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ څو میاشتې وړاندې د سویلي اسیا او په ځانګړې توګه د افغانستان په اړه خپله نوې تګلاره اعلان کړه، او له پاکستانه یې په کلکه غوښتنه وکړه چې په افغانستان کې د سولې ټینګښت په برخه کې صادقانه مرسته وکړي.
افغان حکومت هم بیا بیا پر پاکستان تور لګولی چې د وسله والو طالبانو په ګډون د هغو ډلو ملاتړ کوي چې د افغان حکومت پر ضد جنګېږي.