تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د مشال خان وژنه کې د ښکېلو کسانو د خوشې کولو امر
د خيبر پښتونخوا ایبټ اباد د ترهګرۍ ضد محکمې د مشال خان په وژنه کې د ښکېلو ۲۵ تورنو کسانو په ضمانت د خوشي کولو امر کړی دی.
یادو تورنو کسانو ته په وروستیو کې د دې محکمې له خوا د څلورو کلونو بند سزا اورول شوې وه.
د تورنو کسانو یوه وکیل افتخار مایار بي بي سي ته وویل، تورنو ته د سزا ورکولو پرضد یې محکمه کې په ضمانت د دوی د خوشي کولو غوښتنه کړې وه.
ده وویل، محکمې د دغو کسانو په ضمانت د خوشي کولو امر کړی، خو قضیه به یې لا پوره نه وي سپینه شوې او د سزا حکم به یې پرخپل حال پاتې وي.
مشال خان د مردان عبدالولي خان پوهنتون محصل و، چې ظاهراً مذهب ته د سپکاوي په تور په یاد پوهنتون کې په وهلو وهلو ووژل شو.
خو د مشال خان د وژنې په تړاو سترې محکمې د یوه فرمان له مخې د څېړنې ګډه جرګه ګۍ جوړه کړې وه.
دا جرګه ګۍ په خپل رپوټ کې وایي، مشال خان د یو منظم پلان له مخې وژل شوی او مذهب ته د سپکاوي کوم ثبوت پرې نشته.