تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
افغانستان د اکټوبر انقلاب په هنداره کې
- Author, غرزى لايق
- دنده, ليکوال
په تېرو کميونستي ادبياتو کې د روسيې د ۱۹۱۷ کال د اکټوبر انقلاب، د نړۍ د تأريخ لومړني کارگري نظام جوړيدو او سوسيالستي ايډيال ته د انسان رسېدو مبدأ گڼل شوى دی.
دا انقلاب، په تېره بيا د ماركس، انگلس او لينن د طبقاتى مبارزې او د دوى د فلسفې او ټولنيزو څېړنو او باورونو نتيجه هم گڼل كېده.
د اكتوبر انقلاب د بلشويك گوند په لارښوونه او مشرۍ په روسيه كې د پانگوالي- سرواژي نظام د نسكورېدو او د كارگرانو او بزگرانو د شوراگانو او سوسياليستى دولت د جوړېدو يوه ستره بېلگه وه، چې ساری يې وړاندې د بشر په تاريخ کې نه وليدل شوى.
د اکتوبر انقلاب، سربېره پر دې چې په روسيه كې يې د يوۀ لوى اقتصادى- ټولنيز بدلون بنسټ کېښود، د نړۍ پر نورو هېوادونو او په تېره بيا په آفريقا، آسيا او لاتينې امريكا کې د ستر سياسى او عقيدوي اغېز لامل شو.
نه يواځې دا، چې د هند په نيمه وچه، چين، منځنۍ آسيا او ان تر افغانستانه پورې يې د آزادۍ غوښتونكو نهضتونو او د استعمار پر وړاندې د مبارزې بهير ته نوى دمه وركړه.
د اكتوبر انقلاب په درشل كى، په افغانستان كې د ننه، چې د آسيا په زړه كې د يوۀ حساس ستراتيژيكي موقعيت لرونكي هېواد په حيث د برتانيا يوي استعمارگرو د يرغل پر وړاندې اوږد مهال مقاومت کې ښکېل و او د آزادۍ په جگړو كى ناتوانه او مضمحل شوى و، د اكتوبر له انقلاب سره جوخت د استقلال غوښتنې نارې او هڅې يو وار بيا په نوې بڼه او نوي هوډ وچتې شوې.
دا مهال، افغاني اميران د دوو رقيبو امپراتوريو، يعنې له يوې خوا د برتانيايي استعمارگرو او له بلى خوا د تزاري روس تر مينځ د انډول ساتلو په سياستونو كې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا او ملي حاكميت خوندي کولو په موخه مجبور و چې يوه حساسه او دقيقه پاليسي ځان ته غوره كړي، څو د دوى په سيالۍ كې افغان وطن زيانمن نه شي او د دوى تخت او بخت ته زيان و نه رسيږي.
د اكتوبر انقلاب او په پايله كې يې نوي جوړ شوي انقلابي دولت په منځنۍ آسيا كې د تزاري دولت استعماري او تعرضي سياستونو ته د پاى ټکی کېښود او د مستعمرو مظلومو ولسونو ته د آزادۍ او د خپل برخليک د ټاكلو حق يې اعلام كړ.
د ولاديمير ايليانف لينن تر مشرى لاندې نوي شوروي دولت د ختيځ تر اسارت لاندې هيوادونو او خلكو ته له استعمارگرو هيوادونو د خپلواکۍ اخيستو تياري څرگنده كړه.
د نوي شوروي دولت نيت او اراده د دې سبب شوه چې آزاديپال نهضتونه د هند په نيمه وچه كې پياوړي شي او په افغانستان كې د آزادۍ جگړه نوي پړاو ته ننوځي.
كه د امير حبيب الله خان د ټولواكۍ په پاى كې، يعنې د ١٩١٥ او ١٩١٧ زيږديزو کلونو او د هغې نه وروستيو پېښو ته ځير شو، نو جوتېږى چې په روسيه كې د اكتوبر د انقلابي پاڅون په پيل او بيا د لومړۍ نړيوالې جگړې په پاى كې خپلواکۍ غوښتونکو خوځښتونو ته چې د امير د دربار روڼ اندو او نوښتگرو کړیو تر فشار لاندې و د غږ پورته کولو زمينه برابرېده.
سره له دې چې د بريتانيا دولت امير ته د نړيوالې جگړې نه پس د افغانستان د سياسي استقلال د په رسميت پيژندلو وعده وركړې وه، خو دا وعده عملي نشوه او پايله دا شوه چې په کور د ننه د امير د دې تېروتنې او د بريتانيا د كړنې پر وړاندې مقاومتونه او تاو تريخوالي په زياتيدو شي.
د مير محمد غبار په حواله، ان په ١٩١٧ كال كې (د سراج الاخبار ١٣ گڼه، د ١٢٩٦ شمسى كال د دلوې ٧مه نيټه) د محمود طرزي نه داسې نقل كوي: "افغانستان مستقل آزاد دولت و، دى او وي به."
طرزي دا هم ليكلي و چې "د افغانستان عاليه او مستقل دولت د استقلال د ټولو معاني له اړخه، مستقل او آزاد وو، دى او وي به. موږ شپږ نيم كاله مخكې د استقلال اعلان كړى او د خپلې دعوى په وړاندې مو تر اوسه هيڅ مدعي نه دی موندلاى..." (افغانستان در مسير تأريخ، ٧٤٠مه پاڼه)
د افغانستان د استقلال په جگړه كې د اكتوبر د سوسياليستي انقلاب رول او ځانگړنه په دې كې نغښتې وه چې نوي شوروي حكومت د تزاري دولت هغه استعماري او افغاني ضد دريځ ته زيان ورساوه، كوم چې د روسيې تزاري دولت انگلیس خپل طبيعي متحد باله.
يعنې له انگليس سره يې د لومړۍ نړيوالې جگړې په مهال تعهد كړى و چى په افغانستان كې د بريتانيا پر ضد د افغانانو د استقلال غوښتونكو خوځښتونو پر وړاندې اقدام وكړي (افغانستان در مسير تأريخ، ٧٥٤مې پاڼې ته).
سره له دې چې د جگړې په نتيجه كې د بريتانيا دولت لا پياوړى او پر ايران باندې يې خپل بشپړ نظامي كنترول تأمين کړی و، په عشق آباد كې د "ماوراى خزر" لاسپوڅي حكومت يى جوړ او د بخارا د امير سره د ښېوې او بخارا د كنترول معاهدې يې لاسليك كړې وې، خو د افغانستان دولت وتوانيد چې پر بريتانوي قوتونو برلاسى شي او د افغان-انگليس په دريمه جگړه كې د هېواد خپلواكي (د ١٩١٩مى او جون) تر لاسه كړي.
د شوروي دولت لومړنۍ هيواد و چې د افغانستان استقلال يې د ١٩١٩ كال د مارچ په ٢٧ نېټه، يعنې د استقلال له جگړى وړاندې او د هند وايسراى "لارډ چمسفورډ" ته د مارچ پر ٣مې نېټى د امان الله خان له لېږل شوي ليك وروسته، بى له ځنډه په رسيمت وپيژاند او په دې توگه يې افغانانو ته د استقلال په جگړه كې د مرستې ډاډ وركړ.
د افغانستان له خپلواکۍ اخيستو وروسته، شوروي دولت د افغانستان نوي خپلواک حاکمیت ته د اقتصادي، سیاسي او نظامي مرستو لاس اوږد کړ او د امانی رژیم او د هغه د مدنیت پالو موخو او اهدافو ټينگ ملاتړ وکړ.
په دې توگه، افغاني نوي حاکمیت د نړیوالې انزوا او جلاوالي نه خلاصون وموند او د نړۍ د نورو هېوادونو سره يې ډیپلوماټیک، اقتصادي او کولتوري اړیکي ټینگ کړل.
د ټولو هغو نوښتونو او لاسه ته راوړنو سره سره چې د اکتوبر له سوسیالیستي انقلاب راهیسې د افغان-شوروي په اړیکو کې رامنځ ته شوی وو، دا هم باید هېر نشي چې د افغان-شوروي د اړیکو د ټینگېدو سره جوخت، برتانوي دولت چې د نړیوالی جگړی د له ډگره فاتح او پیاوړی وتلی و، د دی اړیکو د پراختیا سره د حسادت او مخالفت بیرغ جگ کړ.
د دی اړیکو یواړخیزه او چټکه پراختیا او د ځوان امیر شوروي پلوى سیاست د دې سبب شو چې برتانوي دولت په سيمه کې خپلو گټو ته لوی گواښ او خطر ووینی.
امیر امان الله خان چی د استقلال د گټلو د غرور احساس تر تاثیر لاندې يې یو اړخیز سیاست غوره کړی و، دې حساسیت ته په سپکه وکتل او د هغې ورانونکو پايلو ته يې پام و نکړ.
د دې سیاست پايله دا شوه چی افغانی دولت د بریتانیا په برنامو کی د رقیبو دولتونو په شمېر کی قید او د انگلیس د مرستو نه محروم او د هغه دولت د دسایسو په حلقه کی گېر شو.
نو ويلى شو چې د اکتوبر سوسياليستي انقلاب په افغانستان کې د سترو سياسي بدلونونو لامل شو چې هم يې ښې او هم يې بدې پايلې درلودې.