غني: د اوسني وخت یزیدیان غواړي د افغانانو ژوند تریخ کړي

د عکس سرچینه، ARG
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د افغانستان په اوسنیو شرایطو کې، د اوسني وخت یزیدیان غواړي د افغانستان په خلکو باندې ژوند تریخ کړي.
نوموړي دغه څرګندونې د کابل په شمال کې د امام زمان په جومات کې د عاشورا ورځې د لمانځنې په مراسمو کې وکړې.
ښاغلي غني په خپلو خبرو کې وویل: "دوی غواړي چې زموږ خلک دې در په دره او پریشانه وي. تاسې وینئ او اورئ چې یا به نجونې او هلکان درسونو ته نه پرېږدي، یا به پلونه او سړکونه ورانوي او یا به د کلینیک او ډاکتر او واکسین مخه نیسي."
د امام زمان جومات هغه ځای دی چې کابو میاشت وړاندې پرې ډله ییز ځانمرګي بریدونه وشول چې له امله ۲۸ لمونځ کوونکي ووژل.
د امام زمان جومات د افغان شعیه ګانو اړوند دی. په افغانستان کې د شعیه ګانو پر مسجدونو ترهګریزو بریدونو د افغانانو ترمنځ د مذهبي تفرقې وېره پیدا کړې چې د امام زمان جومات ته د ولسمشر غني د نن ورځې تګ هم د یادو اندېښمو د کمولو هڅه ګڼل کېدای شي.
ولسمشر غني په امام زمان جومات کې وویل: " زه نن د امام زمان د جومات لمونځ کوونکی یم ... زموږ دوښمنان باید پوه شي چې زموږ په منځ کې بېلوالی نه شي را وستلی... موږ یو صف یوو، په یوه دین عقیده لرو، هر مذهب مو د افتخار لامل دی چې ساتنه یې د هر افغان او مسلمان مسوولیت دی. "

د عکس سرچینه، ARG
ولسمشر غني دا هم وویل، امام حسین او ملګري یې په کربلا کې د "شِمر"، "یزید" او "ابن زیاد" پر وړاندې ودرېدل، خو د افغانستان زړور بچیان د افغان ځواکونو په چوکاټ کې له سخت زړو ترهګرو سره په جګړه بوخت دي او د خپلو خلکو د دفاع لپاره قرباني ور کوي.
ښاغلي غني افغانستان د اسلامي مذهبونو د پلویانو د ګډ ژوند ښه بېلګه وګڼله او ویې ویل، د افغانستان دوښمنان پر پرلپسې هڅو سربېره هم نه دي توانېدلي د افغانانو په منځ کې کینه او کرکه خپره کړي:
"هغه افراطي او موکه پالي خلک چې د مذهبونو د پیروانو ترمنځ اختلافونو ته لمن وهي، د افغانانو منځ کې ځای نه لري."پراخ امنیت تدبیرونه
پر مذهبي مراسمو د ترهګریزو بریدونو د مخنیوي په پار د عاشورا په ورځ کابل کې سخت امنیتي تدبیرونه نیول شوي دي. په افغانستان کې د عاشورا ورځ عمومي رخصتي ده، معمولاً په ښار کې د خلکو ګڼه او ګوڼه کمه ده، خو د نورو ورځو په پرتله د عاشورا په ورځ د امنیتي چارواکو حضور ډېر دی او خلکو هم د جوماتونو او حسینیو په امنیت کې ونډه اخیستې ده.
هر ځای د پلټنې پوستې جوړې شوي، په هغو ځایونو کې چې د عاشورا مراسم لمانځل کېږي، سړکونه یې د موټرو پر مخ تړلي دي.

پر ټولو امنیتي اندېښنو سربېره په کابل کې د عاشورا ورځې د لمانځنې مراسم ښه تر سره شول.
د ښار په ځینو برخو کې څښاکځیونه جوړ شوي چې ښاریانو ته پیاله شیدې، چای یا شربت ور کوي.










